د روغتيا نړيوال سازمان: ښايي دوه کالونو کې کرونا ويروس له منځه لاړ شي 

روهي (نۍ/۱ د وږي)، د روغتیا نړيوال سازمان مشر تدروس ادهانوم وايي چې د موجوده پوهې او وسايلو په شتون کې امکان لري چې ښايي د کرونا مرګونی ويروس د دوه کالونو په موده کې له منځه لاړ شي. 

تدروس ادهانوم ويلي دي چې اوس وخت کې د نړيوالتوب پراخه اړيکې د کرونا ويروس د لا خپرېدو سبب کيږي او په ورته وخت کې شته علم او وسايل دغه ويروس مهار کولی هم شي. 

روغيتا نړيوال سازمان هيله ښوودلې ده، چې په نېږدې وختونو کې به د نړۍ په کچه  دغه ويروس ته واکسين او درمل جوړ او ورته لاس رسی پيدا شي. 

تر نن ورځې څه کم ۲۳ مېلېونه وګړي په کرونا ويروس اخته شوي دي، او نېږدې ۷۹۲ زره کسان  د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.