امرالله صالح: احمد شاه مسعود د سولې ارمانجن وو 

روهي (نۍ/۱ د وږي)، د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي چې احمد شاه مسعود د سولې او سياسي جوړ جاړي څخه څرګند تعريف درلود. نوموړي له هر هغه جوړجاړي سره مخالفت درلود، چې ټاکنو سره مخالف وي. 

صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې احمد شاه مسعود د امارت له کلمې څخه نفرت درلود او په دې باور وو چې د امارت نظام د دسېسو جوړ نظام دی. 

د ولسمشر لومړي مرستيال زياته کړې ده چې هغه مهال دی درې ځلې طالبانو سره د خبرو او جوړجاړي لپاره د احمد شاه مسعود په استازېتوب تللی، خو د احمد شاه مسعود هرځلي ټېنګار پر ټاکنو او د ټاکنو له لارې د واک پر وېش وو. 

امرالله صالح وروسته لېکلي دي چې  د سولې په اړه د احمد شاه مسعود په نوم نقل شوې خبرې حقيقت نه لري، او د پيغمبر ع څخه د نقل شوي جعلي حديثونو په څېر دي.