ژورناليزم او علمي کار کې (ادبي غلا يا Plagiarism) څه ته وايي او اصول يې څه دي؟ 

د کاپي او پېسټ وراېخوا، د لېکوالۍ، ژباړې، علمي څېړونو او ژورنالېزم برخه کې د ادبي غلا يا Plagiarism اصطلاح اصول مهال ډېره استفاده کيږي. دلته د Plagiarism تعريف، تاريخه او په اړوند يې يو څه نور مالومات در سره شريک کوو. 

د يو بل لېکوال کار، لېکنه، ژباړه، فکر او اندونه په خپل نوم وړاندې (representate) کولو ته ادبي غلا يا Plagiarism وايي. دغه کلمه د لاتين ژبې له (plagiarius) له کلمې اخېستل شوې ده، چې مانا يې انسان تښتونه ده. Plagiarism يا ادبي غلا د ژورنالېزم د اخلاقو برخو مهمه برخه شمېرل کيږي. 

د Plagiarism په برخه کې په نړيواله کچه يا د نړۍ د هېوادونو کې کوم مجازات نه دي ټاکل شوی خو په ورته وخت کې دغه عمل جرمي عمل دی. په ځينو قيضو کې د Plagiarism مساله تر محکمې رسيږي او مجازات ور سره مله وي. د نړۍ  په ځينو پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې Paraphrase دومره ستر جرم شمېرل کيږي، چې يو کس په هغه موضوع کې چې Paraphrase يې کړی وي ناکاميږي، يو کال شاته کيږي او يا هم له پوهنتون او علمي مرکز شړل کيږي. 

 د ادبي غلا يا Plagiarism په اړه پنځه مهمې خبرې: 
۱- نه يوازې د بل کس، بلکي ستاسې خپل کار هم که چېرې اخځليک ور سره ذکر نه شي  بلل Plagiarism کيږي. 

۲- بيا روښانول يا Paraphrase: په دې پار چې د ادبي غلا يا Plagiarism مخه مو نېولې وي، نو Paraphrase يوه غوره لار ده. Paraphrase په دې مانا چې د يو بل کس لېکنه او ژباړه په خپلو کلمو او جملو کې داسې برابروئ، چې اصلي مفهوم ته يې زيان ونه رسيږي خو د لېکلو بڼه تبديله شوې وي. 

۳- د ادبي غلا زيان: پرته له دې چې ادبيی يا Paraphrase جرم شمېرل کيږي، خو که چېرې څوګ يې تر سره کړي په اسانۍ سره خپلې علمي لاس ته راوړنې په کې د لاسه ورکوي. اوس مهال په لسګونه داسې ان لاين پروګرامونه شتون لري چې په اسانۍ او بېړه سره دا ښيي چې د لېکنې کومه برخه له کومې بلې لېکنې غلا او Paraphrase شوې ده. نو که چېرې پوهنتونونه او نور علمي مرکزونه د استادانو او زده کوونکو په کار کې Paraphrase پيدا کړي، نو شوی علمي کار به يې باطل شي. 

۴- ځيني کیان داسې کوي چې د مستقيم نقل - قول پر مهال سرچينې ذکر کوي خو په غېر مستقيم نقل - قول کې د اخځليک په ډول د سرچينو په اړه څه نه وايي، چې دا په خپله ادبي غلا Paraphrase دی. 

۵- د ادبي غلا څخه اسانه مخنېوی دا دی، چې په منظم ډول سرچينې ذکر شي. که چېرې د لېکنې د لېکوال او ژباړن اجازه شتون ولري او يا نه، خو د اخځليک او په ماحذ په ‌ډول د سرچينو لېکل، د راخېستل شوي مطلب د Paraphrase ادعا له منځه وړی شي.