دامریکاددایمي اډو په اړه د طالبانو غبرګون

 
په افغانستان کې ددائمي اډو د جوړیدو په هکله، د سناتور لینزي ګریهام د وینا په اړوند د اسلامي امارت غبرګون :
د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند سناتور لینزی ګریهام، د این بی سی تلویزیون ته ویلی چې امریکا باید په افغانستان کی دائمي اډې جوړی کړی. ده ادعا کړې چې دغه ډول اډې به دده په قول د طالبانو سره دمقابلې اوسیمې لپاره ګټورې ثابتې شي.
دده وینا د امریکا د هغو استعماري عزائمو نه پرده پورته کوي چی د تیرو لسوکالونو څخه اسلامی امارت هڅه کوي نړیوال دغه ټکي ته متوجه کړي. حقیقت دادی چې یرغلګره امریکا غواړي د تش په نامه ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندي په سیمه او نړۍ کې خپل استعاري تسلط قائم او ولسونو د هغوۍ له طبیعی حقوقونه محروم کاندی. له همدې امله، د افغانستان اسلامی امارت د ګریهام د وینا په وړاندې په لاندی ډول غبرګون څرګندوي:
۱- د افغانستان اسلامي امارت د جمهوریت خوښي سناتور دغه وړاندیز په کلکه ردوي . په افغانستان کی د یرغلګرې امریکې له خوا ددائمي اډو جوړیدل د اوسني اشغال ددائمي کیدو معنا لري. دغه ناروا عمل هیڅ اسلام پال او هیواد پال افغان ته دمنلو وړ نه دی. د افغانستان مسلمان ولس او د اسلامي امارت مجاهدین به ترهغو ددغه اشغال او د امریکې د نورو نیرنګونو په خلاف مبارزه کوي تر څو چې افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه د نړۍ د ازادو ولسونو په لیکه کې نه وي دریدلی.
۲- په افغانستان کې د امریکا د اډو دوام به د افغانستان او سیمې لپاره امنیتي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي ستونزې را پیدا کړي. د سیمې ولسونه به د خپلې طبیعي اقتصادي او علمي ودې نه محروم کړې. همدا اوس په بازارونو، مساجدو ، مدارسو او نورو ګڼ میشتوسیمو کې چاودنې د یرغلګرې امریکې ددغو نیرنګونو یوڅو بیلګې دي. له همدې امله د سیمې ولسونه او په ازادۍ مین افغانان په افغانستان کې د امریکااډې نشی منلی.
۳- د یرغلګرې امریکې د نامتو چارواکو له خوا ددغه شان وینا نه له ورایه ښکاري چې د ترهګرۍ سره جګړه د واشنګټن په لاس جوړه شوې ډرامه وه. اصلي هدف یې د افغانستان اشغال او په سیمه تسلط و. د وخت په تیریدو سره حقایق ورو ورو را څرګندیږی. نو ددغو سازشونو په مقابل کې د اسلامی امارت د مجاهدینو جهاد به تر بری پوری دوام وکړی.
۴- د لسو کالونو زور ازمایی وروسته، اوس یرغلګری امریکی او متحدینو یی په رڼا ورځ د مجاهدینو سره د مقابلی توان له لاسه ورکړی دی. یوازې د شپې له خوا د غلو په شان په کورونو بریدونه کوي او بیګناه افغانان شهیدانوي. پدې حساسه مرحله کې مونږ د سیمې او نړۍ د ټولو ازادي خوښو هیوادونو نه هیله کوو چې د استعمار په مقابل کې د افغانستان د ولس مبارزه په رسمیت وپیژني او هر اړخیزې اخلاقی او مالي مرستې ورسره وکړي دا ځکه چې روان جهاد د سیمي او ټول ازادۍ خوښې بشریت لپاره ازادي بښونکې مبارزه ده.
۵- په ډیر نږدې راتلونکي کښې اقتصادي او صنعتي پرمختګ د امریکې او اروپانه اسیا ته انتقالیږی. دغه اقتصادي یون خام موادوته اړتیا لري. یرغلګره امریکا غواړي په اصطلاح د ترهګرۍ سره د جکړې په نوم ، د افغانستان په طبیعي منابعو خیټه واچوي ترڅو د سیمې هیوادونه د خپلو استعماري اهدافو او شرایطو منلوته اړکړی او له بلې خوا د افغانستان ولس هم له خپلو طبیعی زیرمونه محروم وساتي او دغه شان په فقر او بیوزلۍ کې ژوند وکړی. له همدې امله د افغانستان مجاهد ولس به هیڅکله پرې نږدی چې ددوۍ طبیعي منابع د یرغلګرې امریکې له خوا لوټ او خپلواکي یې سلب شي.
۶- د هیواد د خپلواکۍ وروسته ، مونږ اماده یو چې ددوه اړخیزو تړونونو په بنسټ د نورو هیوادونو سره د طبیعي منابعو د استخرا ج لپاره شفاف تړونونه ترسره کړو چې زمونږ د ولس ملي او اقتصادي ګټې پکښې خوندي وي.
۷- د افغانستان اسلامي امارت یو ذمه وار قوت دی. ټولو سیمه ایزو هیوادونو ته اطمنا ن ورکوو چی د خپلواکۍ په صورت کې، به د هغوۍ سره داسلام دلوړواخلاقوپه رڼا کې ښې اړیکې ساتو . خو د ټولو نه غواړو چی د ترهګرۍ سره د جګړې تر ناموجه نوم لاندې مو امریکا تیر نه باسئ چې په افغانستان کی د امریکې شتون ته زړه ښه کړي. د افغانستان د اسلامی امارت مجاهدین په خپله برحقه مبارزه کې نه ستړی دی او نه کمزوری.
د افغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۲/۰۱/۲۸هش
۲۰۱۱/۰۱/۰۴م