يو ترېلېون امريکايي ډالر پانګونه کوي؛ د فورتسکیو په نوم يو ستر نړيوال شرکت د افغانستان د معادونو اېستلو ته زړه ښه کړی 

روهي (نۍ/۱ د وږي)، د فورتسکیو په نوم يو نړيوال شرکت مسوولين له افغان حکومت سره خبرې کړې دي او پلان لري چې د افغانستان د معادونو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي. 

فورتسکیو اسټراليايی شرکت دی چې د نړۍ د سترو شرکتونو په ډله کې راځي. دغه شرکت له افغان چارواکو سره د معادونو په اېستلو خبرې کوي او پلان لري چې په دې برخه کې پانګونه وکړي. 

د ياد شرکت مشر اندریو فوریست له ولسمشر غني سره لېدلي دي او د يو ترېليون يا زره مېلېارده امريکايي ډالرو پانګونې يې ويلي دي. 

د افغانستان د معادنو او پټروليم وزارت وياند قدیر خان مطفی رسنيو ته ويلي  دي چې فورتسکیو  شرکت دا وړتيا لري چې د يو هېواد د معادنو اېستلو لپاره پانګونه وکړي او په منظم ډول يې استخراج کړي.