نن سهار کابل کې درې پر له پسې چاودنې وشوې 

روهي (نۍ/۱ د وږي)، نن سهار د کابل ښار په اوومه، پنځلسمه او پنځمه امنیتي حوزو کې چاودنې شوي دي. امنيتي مسوولين هم د پېښو تائيد کړی دی. 

لومړۍ چاودنه نن سهار ۶:۳۰ دقیقې د اوومې امنیتي حوزې اړوند «سرک نو» چهلستون سیمه کې؛ دويمه چاودنه  سهار ۷:۲۰ دقیقې د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند «شهید څلورلارې» سیمه کې او درېيمه چاودنه د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې شوې ده. 

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنيو ته ويلي دي چې په لومړۍ چاودنه کې يو وژل شوی او يو ژوبل دی، دويمه چاودنه د پولیسو په رنجر موټر پسې شوې ده او درېيمه چاودنه مرګ - ژوبله نه لري.