د جنسي انزال (Ejaculation) او ارګزم (Orgasm) ترمنځ توپير

ښځه او خاوند دواړه د جنسي اړيکو پر مهال انزال (Ejaculation) او ارګزم (Orgasm) تجربه کوي. ډېری وخت انزال (Ejaculation) او ارګزم (Orgasm) په يو ډول سره استعماليږي خو په حقيقت کې سره توپير لري. 

د دوی ترمنځ لومړی توپير دا دی، چې  جنسي انزال (Ejaculation) د نارينه او ښځينه په جنسي غړو کې رامنځ ته کيږي او بيا  ارګزم (Orgasm) د عصبي سېسټم اړوند مساله ده. معمولاً  ارګزم (Orgasm) او انزال (Ejaculation) په يو وخت کې رامنځ ته کيږي. 

دا هم شونې ده چې پرته له انزال (Ejaculation)، ارګزم او پرته له ارګزم (Orgasm)، انزال (Ejaculation) واقع شي. له ارګزم پرته انزال (Ejaculation) د ښځو او سړيو لپاره د خوند وړ نه وي او يوازې مني او يا نور مايع يې له تناسلي غړو بهر شي. 

د جنسي انزال (Ejaculation) او ارګزم (Orgasm) ترمنځ اصلي توپير دا دی چې ارګزم يو ډول احساس دی، او بيا انزال فزيکي کړنه ده.