هغه کمپيوټر چې اندازه يې د يو (USB drive) په څېر ده 

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، XCY  د ټېکنالوژۍ شرکت داسې کمپيوټر جوړ کړی دی چې اندازه يې د يو فلش يا USB drive په څېر ده خو څلور جي بي رم او ۱۲۸ جي بي ذخيره لري. 

XCY  شرکت د دغه کوچنی کمپيوټر بازار ته وړاندې کړی دی او بيه يې ۱۵۹ امريکايي ډالر ټاکلې ده. دغه کوچنی کمپيوټر کولی شي چې د نورو کمپيوټرونو په څېر کار وکړي. 

دغه کوچني کمپيوټر کې په ډېر مهارت سره سکرين يا ښېښه، CPU او د کمپيوټر نور سختې برخې ځاي پر ځای شوې دي او کار يې هم لوړ تجربه شوی دی.