خليلزاد: د سولې خبرو ځنډولو ته هېڅ مشروغ دليل شتون نه لري

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د  افغان روغې جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازيی زلمي خليلزاد پر ټوېټر لېکلي دي چې د افغانانو تر منځ د سولې خبرو ځنډولو لپاره مشروع دليلونه شتون نه لري. 

نوموړي دغه څرګندونې د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر او د سولې برخې فعال، عبدالباقي امین د وژل کېدو په غبرګون کې کړې دي. 

نوموړي پر ټوېټر لېکلي، "د ده د وژلو تر شا د هغو کسانو لاس لرل د خواشينۍ وړ دي چې هڅه کوي افغان سوله وځنډوي او لاره يې چپه کړي."