یوې ایرانۍ مېرمنې شپږ بچیان راوړي 

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د ايراني رسنيو د خبرونو اړوند د ايران په کرج ښار کې يوې ميرمنې شپږ ماشومان راوړي دي. دغه شپږ ماشومانو کې درې يې نجونې او درې يې هلکان دي. 

د يادو شپږو ماشومانو پلار ويلي دي چې د ميرمنې او ماشومانو روغتيايي وضعيت يې جوړ دی، خو بې وزله دي او د دغه شپږو ماشومانو د پالنې لپاره مرستې  ته اړتيا لري. 
د نړۍ په ډېرۍ هېوادونو کې داسې زيږون چې له يو او دوه ماشومان په کې ډېر نړۍ ته راځي، کم پېښيږي.