بخښنې نړیوال سازمان کابل کې د يوې ښځينه پوليسې د جنسي ځورونې په اړه غبرګون ښوودلی دی 

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د  بخښنې نړیوال سازمان په يوې اعلاميې کې غبرګون ښوودلی دی. د دې سازمان یو کمپاینرې سیمرا حمیدي په خپل ټویټر لیکلي هغه کسان چې په دې پېښه کې ښکېل دي له پېژندلو وروسته باید په عام محضر کې تر پوښتنې لاندې ونیول شي.

دغه ښځينه پولیسه فاطمه احمدي نوميږي او په يوې فېسبوکي ويډيو کې يې ادعا کړې ده چې د کابل ښار د پولیسو د نهمې امنيتي حوزې يو شمېر مسوولينو ور سره ناوړه چلند کړی. 

نوموړې په دې وېډيو کې ويلي، "له هغې وروسته چې دغه خبرې وشوې، د زمري میاشتې شپږمه ڼېټه وه چې مدیر صیب له ما نا مشروع غوښتنه وکړه او ما دې زمرې میاشتې په ۲۲ نېټه د جنايي جرمونو څېړنو ریاست ته مراجعه وکړه خو ځای یې ونه نیوه."

د کورنيو چارو نوماند وزير مسعود اندرابي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي،  "زه ټولو ته ډاډ ورکوم چې دا موضوع زموږ لپاره ډيره مهمه ده، په دې اړه خپلې څیړنې کوو، یو شمېر مسایل شته چې له ښځې سره هم باید خبرې وشي خو له بده مرغه ټیلیفونونه یې بند دي."