له جګړو او ناخوالو شپږ وروسته؛ سپين بولدک لار نن پرانېستل شوه

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د هېواد په سويلي کندهار ولايت کې  چارواکي وايي چې له شپږ مياشتني ځنډ وروسته نن ورځ د افغانستان او کندهار ترمنځ د سپين بولدک لار پرانېستل شوه. 

د مسوولينو په وينا چې د سپين بولدک لار نن د جمعې پر ورځ يوازې د پلي تګر - راتګ په پار پرانېستل شوې ده. دغه لار د ټرانزېټ پر مخ تر اوسه تړل شوې ده. 

د سپین بولدک کمیسار شریف غرزی وایي د پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته دې پریکړي ته رسیدلي، چې د دواړو خواو څخه به کسان د پخوانیو شرایطو پر بنسټ تګ راتګ کوي.

د کرښې پورې غاړه د کاروباریانو او سوداګرو یو مشر صادق اڅکزی له بي بي سي سره خبرو کې د لارې پر پرانیستو خوښي ښيي او د وېش له کاروباریانو او سیاسي ګوندونو یې مننه وکړه چې د لارې پرانیستو لپاره یې پرلت او مظاهرې وکړې.