قريشي: هر څوګ پرې نه پوهيږي؛ د سعودي او پاکستان اړيکې ډېرې ژورې دي 

روهي (جمعه/۳۱ د زمري)، د پاکستان او سعودي عربستان د اړيکو له کړکېچن کېدو وروسته د پاکستان بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي چې هر څوګ پرې نه پوهيږي، خو په حقيقت کې زمونږ د سعودي عربستان اړيکې ډېرې ژورې او غښتلې دي. 

قريشي له دې وړاندې ويلي وو چې د کشمير په مساله کې سعودي عربستان چوپ وو او د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان ناسته يې جوړه نه کړه. د قريشي دغه څرګندونو سعودي عربستان په غوسه کړ او غبرګونونه يې راپورته کړل. 

د پاکستان او سعودي عربستان د اړيکو د بيا ښه کېدو په پار د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال سعودي عربستان ته لاړ او هڅه يې وکړه چې د دوی پخوانۍ اړيکې عادي وضعيت را وګرځوي. 

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي چې د سعودي عربستان او پاکسان اړيکې سره دوستانه دي او هغه خبرونه چې زمونږ اړيکې له سعودي عربستان سره خرابې شوې دي، حقيقت نه لري.