د بادغيس اوسېدونکي او د ولسي جرګې غړي يې نه غواړي؛ حکومت (جمعه ګل همت) ورته والي معرفي کړی

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)، افغان حکومت درې ورځې وړاندې جمعه ګل همت د بادغيس ولايت لپاره والي معرفي کړ، خو په ولسي جرګه کې د ياد ولايت يو شمېر غړي او د ياد ولايت اوسېدونکي ور سره مخالفت ښيي. 

نن ورځ د بادغيس اوسېدونکو د ياد ولايت هوايي ډګر تړلی وو او اجازه يې ورنه کړي چې جمعه ګل همت بادغيس ته دننه شي. 

د بادغيس اوسېدونکي نيوکې کوي چې نه د حکومت په مرکزي کابينه کې د بادغيس کوم کس شتون لري او نه هم د ۳۴ ولايتونو له واليانو کوم کس د بادغيس ولايت څخه دی. 

لاريون کوونکو نن ورځ د بادغيس د هوايي ډګر ترڅنګ د ولايت مقام دروازه هم تړلې وه او له مرکزي حکومت يې غوښتل چې دغه ولايت ته بايد داسې کس معرفي کړي، چې د بادغيس ولايت څخه وي.