اسدالله خالد: که څوګ جګړه کوي مونږ تيار يو 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)،  کابل د ګډو جګړه ايزو تعليماتو په قوماندانۍ کې، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد، د مسلحو ځواکونو لوي درستيز  محمد ياسين ضيا، د کورنيو چارو سرپرست وزير  مسعود اندرابي، د کابينې او پارلمان غړو،  په کابل کې د بهرنيو هېوادونو پوځي اتشو او د مدني ټولنو غړو په حضور کې پوځي لوي تطبيقات ترسره شول. 

دغه مراسمو کې د ملي دفاع چارسمبال وزير اسدالله خالد ويلي دي چې که څوګ جګړه کوي نو افغان ځواکونه تيار دي چې جګړه وکړي خو لومړتيوب مو سولې ته دی. 

افغان ملي پوځ له دې وړاندې د خوست په ځاځي ميدان، د ننګرهار په ګوشتې او د کندهار په سپين بولدک ولسواليو کې ډيورنډ کرښې سره څېرمه پوځي تطبيقات تر سره کړې وو.