د آپل شرکت پانګه دوه زره مېلېارده امريکايي ډالرو ته ورسېده 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)، د آپل ټېکنالوژۍ شرکت په امريکا کې د خپل مارکېټ ارزښت تر دوه ترېلېونه يا دوه زره مېلېارده امريکايي ډالرو پورته کړی دی. مايکرو سافټ، امازون، ګوګل او نور د پانګې په برخه کې آپل پسې دي. 

د آپل شرکت تېره ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې که څه هم نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د دوی په راکړې - ورکړې منفي اغېز شوی، خو بيا يې هم د ان لاين راکړې - ورکړې لارې کارنه ژوندی ساتلي وو. 

آپل د ځيرک موبايلونو او کمپيوټرونو په برخه کې د نړۍ د سترو شرکتونو څخه دیؤ چې ورپسې د سويلي کوريا سمسونګ شرکت يې سيال دی.