سعودي عربستان د سپيڅلو جوماتونو (حرمین شریفین) تنظيم لپاره ميرمنې په دندو ګمارلې 

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د زمري)، سعودي حکومت وايي چې د دوه سپيڅلو جوماتونو يانې حرمین شریفین د تنظيم او ښه مديريت لپاره يې لس ميرمنې په لوړو دندو ټاکلې دي. دا لومړی ځل دی چې د حرمین شریفین د تنظيم چارې ميرمنو ته سپارل کيږي. 

د سعودي عربستان د سپېڅلو جوماتونو د چارو د تنظیم ادارې ويلي دي چې له دغه کار يې موخه د نوښتونو رامنځ ته کول دي او هيله لري چې دغه لس ميرمنې به د حرمین شریفین د ښه چوپړ په برخه کې اغېزمنې تمامې شي. 

د دې ادارې په وینا، ګومارل شوې ښځې به د دوو سپېڅلو جوماتونو د ساتنې، رغونې، مشرتابه، تنظیمې چارو او ان انجینرۍ چارو کې دندې ترسره کوي.

سعودي عربستان له تېرو څو کالونو راهيسې خپل هېواد کې ميرمنو ته د ازادۍ او حقوق برخه کې وړاندې تګ پيل کړی دی، چې منفي او مثبت غبرګونونه راپورته کوي.