لا هم په افغانستان کې ژوندۍ ده؛ تېرې يوې شپې - ورځ کرونا دوه مړه کړي او ۴۰ يې ککړ کړي 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ کسان تازه په کرونا ويروس ککړ شوي او دوه تنه مړه شوي دي. د نوې شمېرو په ثبت سره افغانستان کې په کرونا ويروس د ککړو شمېر ۳۷۷۵۹ تنو ته ورسېد. 

له پورته ۳۷۷۵۹ کسانو  ۱۳۸۳ کسان مړه شوي او ۲۷۳۱۶ رغېدلي دي. افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر د تېر په پرتله څو ځلې راکم شوی دی. 

که څه هم هېواد کې په بشپړ ډول د کرونا ويروس له منځه نه دی تللی، خو حکومت قرنطين مات؛ ښوونځي، پوهنتونونه، راسټورنټونه او نور ګڼيز مرکزونه يې بېرته پرانېستل.