سرچينې: ۳۲۰ طالب بنديان به هغه وخت خوشي کيږي چې طالبان ۲۲ کمانډو پوځيان خوشي کړي 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، ځينو رسنيو د حکومت دننه سرچينو د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې د ۴۰۰ طالب بنديانو له ډلې د ۳۲۰ کسانو خوشي کېدل د طالبانو په زندانونو کې د افغان حکومت په ۲۲ کمانډو ځواکونو پوري تړل شوي دي. 

ويل کيږي چې حکومت د پاتې ۳۲۰ جنجالي طالب بنديانو د خوشي کېدو په بدل کې طالبانو ته ويلي دي چې له خپلو زندانانو بايد ۲۲ افغان کمانډو ځواکونه هم ازاد کړي. 

د ۴۰۰ جنجالي طالب بنديانو د خوشي کېدو مشوره د سولې مشورتي لويې جرګې حکومت ته ورکړه او ولسمشر محمد اشرف غني يې نېږدې يوه اوونۍ وړاندې د دوی د خوشي کېدو فرمان لاسليک کړ. 

په ورته وخت کې فرانسې او اسټراليا له افغان حکومت غوښتي دي چې د ۴۰۰ طالب بنديانو له ډلې دې شپږ کسان چې د دوی وګړي يې وژلي دي نه خوشي کوي. 

بيا له بلې خوا امريکا له فرانسې او اسټراليا سره په دې خبرې کوي چې هغه شپږ کسان چې دوی يې خوشي کول نه غواړي بايد خوشي شي، خو طالبان امريکا ملامتوي چې د سولې شوې تړون لپاره ژمنتيا نه لري.