ايران امريکا ته؛ له افغانستانه دې پوځيان وباسه 

روهي (څلورنۍ/د ۲۹ د زمري)، د ايران بهرنيو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده رسنيو ته ويلي دي چې امريکا بايد باید مسولانه عمل وکړي او افغانستان کې خپل ناورین زېږونکی شتون ژر پای ته ورسوي. 

نوموړي دغه څرګندونې د متحدو ايالتو چارواکو د هغه څرګندونو په غبرګون کې کړي دي چې ويلي وو، ايران په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو د وژل کېدو په پار پيسې ورکولې. 

په ورته وخت کې د ايران بهرنيو چارو وزارت هم ويلي دي، "امریکا افغانستان کې پخپله جوړه جبه کې ایساره ده او له خپل وطن زرګونه کیلومتره لرې د امریکايي ځواکونو وینې د سپینې ماڼۍ د ناسمو واکمنانو له امله تویېږي. د افغانستان بې ګنا خلکو ته هم له وینې بهېدلو او کلونو کلونو جنګ پرته بله نتیجه نه لري."

افغانستان کې پر روسيې او ايراني چارواکو تور پوري کيږي چې افغانستان کې يې د امريکايي سرتيرو د وژلو پر سر طالبانو ته پيسې ورکولې، خو دغه خبرونه روسيه، ايران او په خپله طالبانو رد کړي دي.