انډپنډنټ: هغه کس چې د جنرال رازق د وژلو پلان يې جوړ وو اوس د طالبانو مرکچي پلاوي کې دی 

روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، انډپنډنټ لوېديځۍ رسنۍ لېکلي دي چې د کندهار پخواني امنيه قومندان جنرال عبدالرازق د وژلو طرح طالب اوس مهال افغان حکومت سره د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ټاکل شوی دی. 

تر اوسه طالبانو د ياد خبر د تائيد او رد په اړه څه نه دي ويلي، خو انډپنډنټ د ياد کس نوم  ملا شیرین نورزی ښوودلی او ويلي دي چې د جنرال رازق د وژلو اصلي طراح وو. 

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته پرته له دې چې دا خبر رد یا تأیید کړي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد ۱۹ کلنې جګړې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل: "خبرې اترې د هغو ترمنځ کېږي چې په جنګ کې وي. له هغو سره د سولې خبرو اترو ته اړتیا نه‌شته چې جګړه کې ورسره ښکېل نه‌يي. باید ووایم چې زموږ کسان چې په جګړه کې ښکېل وو اوس سوله کې هم برخه لري او ممکن همدا کسان په جګړو او وژنو کې هم شامل وي."

جرنال رازق دوه کاله وړاندې کندهار کې ووژل شو خو تر اوسه يې د وژنې د پلان په اړه بشپړ مالومات نه دي شريک شوي.