کابل کې د نن سهار چاودنې د پوهنې وزارت د علمي شورا  د رئيس ژوند واخېست

روهي (څلورنۍ/۲۹ د زمري)، نن سهار د  کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې چاودنه شوې، چې د پوهنې وزارت د علمي شورا رئيس میرعبدالباقي امین  په کې وژل شوی. 

پوهنې وزارت د يادې پېښې د تائيد ترڅنګ ويلي دي، چې یاده پېښه کې د میرعبدالباقي امین موټر چلونکی هم ټپي شوی دی. 

همدا ډول نن سهار د کابل ښار احمد شاه بابا مېنه کې چاودنه شوې چې يو کس په کې وژل شوی او يو بل په کې ټپي شوی دی. تر اوسه د دغه چاودنو مسووليت چا نه دی منلی.