
له ارګ څخه په خپاره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې، له ۲.۴ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۸ تدارکاتي موارد چې د قلعه نجارا ګذر د زېربناوو د ښه کولو پروژې قرارداد، د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ مرکزي ودانۍ د اساسي ترمیم پروژې قرارداد، په هرات ولایت کې د افغانستان برښنا شرکت اړوند دوه قراردادونه، د لویې څارنوالۍ د تعمیراتو د اوسني کمپلکس د الحاقیې درې بلاکونو جوړولو پروژې قرارداد ، د ملي دفاع وزارت د کمپیوټري تجهیزاتو، رنګ د فوټوکاپیو او پرنټرونو ماشینونو کارټریج تهیې او تدارک پروژې چې دوه قراردادونه شامل دي، له بحث وروسته منظور کړل.
په یاده غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو د یو شمېر پروژو د ارزونې لارښوونې ترڅنګ د پروژو د تطبیق پر څارنه هم ټینګار وکړ.