روهي (دوه نۍ/۲۷ د زمري)، په کونړ کې د یو شمېر دیني عالمانو لخوا د یو شاعر صحرايي محاکمې د فرهنګ یانو، شاعرانو او مدني فعالانو توند غبرګونونه راپارولي دي.
په دغه محاکمه کې یو دیني عالم یو سیمه ییز شاعر په زوره د توبې ویستلو ته اړ باسي، امنت باالله پرې تېروي او ورته وایي چې ووايي بد یې کړي او دغه راز ځینو نورو ناسمو الفاظو ویلو ته يې اړ مجبوروي.
شاعر عبدالخالق په ویډیو کې د څو کسانو مخې ته په عاجزۍ ولاړ دی او د یوه دیني عالم په خوله له سره امنت با الله وايي او بیا يې پرې تکراروي چې ګنې بد یې کړي.
فرهنګیان او د عبدالخالق پلویان وايي، شاعر عبدالخالق تېره اوونۍ د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې په یوه مشاعره کې یو شعر لوستی و چې په کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر او د دوه پخوانو جهادي مشرانو په پرتله هنرمندان ښه یاد شوي.
د دوي په خبره چې دیني عالمانو له همدې امله دغه شعر ته د دیني مقدساتو ته د سپکاوي نوم ورکړ چې شاعر عبدالخالق يې د ولسوالۍ د ودانۍ دننه صحرايي محاکمه کړ
وروستي