د ملکي هوايي چلند اداره: کرونا ويروس پر مهال مو ۴۰ مېلېونه ډالر زيان وکړ 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي دي چې په تېرو څو مياشتو کې چې الوتنې بند وې دوی، ۴۰ مېلېونه امريکايي ډالر زيان کړی دی. 

دغه اداره وايي چې د کرونا ويروس پر مهال په کور دننه او بهر هېوادونو سره الوتنې بند وي، چې د دوی د مالي بودجې د کسر سبب شوی دی. 

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې دا هم ويلي دي چې هېواد کې ناامنۍ د ګرځندويه صنعت کم شوی دی او هېواد کې د سولې په راتګ سره د دغه ادارې عوايد پورته کېدای شي.