روغتيا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵ نوې پېښې ثبت شوې او ۵ تنه د کرونا ويروس له امله مړه شوي 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کرونا مرګوني ويروس ۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او همدا ډول ۵ کسان د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. 

له تازه پېښو يې، غور (۱۵)، کابل (۴)، هرات (۴)، بامیان (۴)، تخار (۵)، بغلان (۱)، بادغیس (۲)، کندز (۵)، دایکنډي (۵) او لغمان ولايت کې يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. 

د کرونا ويروس بيا تر نن ټول هېواد کې د دغه ويروس له امله د مړو شمېر ۱۳۷۵ او ککړو کسانو شمېر ۳۷,۵۹۹ تنو ته رسېدلی دی. همدا ډول د رغېدلو شمېر ۷۶۲۲۳ تنو دی. 

که څه هم افغانستان کې ښوونځي، پوهنتونونه، ورزشي کلپونه، د وادونو تالارونه او نور ګڼيز ځايونه بيا پرانېستل شوي دي، خو روغتيا وزارت خبرداری ورکوي، چې د بې پروايۍ په صورت کې د دغه ويروس د دويمې څپې شونتيا شته.