صالح وايي چې پر فوزيه کوفي بريد د طالبانو کار وو 

 روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح د ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو پر  پخوانۍ استازې او د حکومت د سولې مرکچي پلاوي غړې فوزيه کوفي بريد غاندلی دی. 

نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، "پر فوزيې کوفي بريد يو ترهګريز عمل او طالبانو کار دی. داسې کارونه د طالبانو او د هغوی د همفکره خلکو کار دی."

پر فوزيه کوفي دوه  ورځې د کابل - پروان پر لويې لار وسله وال بريد وشو چې نوموړې په لاس ټپي شوه. تر اوسه طالبانو يا کومې بلې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی اخېستی.