
روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د روغتيا د نړيوال سازمان د مالومات اړوند، تېرو ۲۴ ساعتونو کې نړۍ کې د کرونا ويروس درې لکه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان اندېښنه ښوودلې ده او ويلي دي چې بايد کرونا جدي ونېول شي او لا هم دغه ويروس د پراخه خپرېدو په حال کې دی.
نړۍ کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر له ۲۱ مېلېونه پورته شوی دی او همدا ډول تراوسه د کویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله نژدې ۷ لکه او ۵۶ زره کسان مړه شوي دي.