له ټرمپ وړوکی ورور يې د ۷۱ کالونو په عمر ومړ 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړوکی ورور رابرت د ۷۱ کالونو په عمر ومړ. دی له تېرې يوې مياشتې په يو روغتون کې بستر وو. 

ټرمپ د نوموړي پر مړينې خواشيني ښوودلې ده او ويلي دي چې رابرت يې يوازې ورور نه وو بلکي د ملګري په ډول يې ور سره اړيکه درلوده. 

ټرمپ د جمعې په ورځ د نیویارک په روغتون کې له خپل ورور سره ولیدل او وروسته د سپیڼې ماڼۍ چارواکو وویل چې د رابرت ټرمپ وضعیت ډېر خراب دی.