مخکیني لوبډلمشر (مهندر سینګ دهوني) کرېکټ پرېښود

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د هند کرېکټ ملي لوبډلې مخکیني لوبډلمشر مهندر سینګ دهوني د شنبې پر ورځ له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه. ده ۱۶ کاله د هند ملي لوبډله کې لوبېدلی وو. 

ده نړيوال کرېکټ پرېښود، خو ویل کېږي چې د نړیوالو لوبو له پرېښوولو سره سره به نوموړی روان کال د هند غوره لیګ هغو سیالیو کې د چنائي سوپر کنګز مشري کوي، چې په متحده عربي اماراتو کې کېږي.

نوموړي ته په هند کې په خورا درانه نظر کتل کېږي، چې په ۲۰۱۱ کال کې د هند لپاره د نړیوال جام په ترلاسه کولو کې مخکښ و. دهوني له ۲۰۰۷ کاله تر ۲۰۱۷ پورې د هند لوبډلې مشري وکړه.