کورنيو چارو وزارت: څوګ چې سیمېټي دېوالونه اخلي؛ د پوليس اجازه به اخلي 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال عبدالصبور قانع تېره ورځ د ياد وزارت له لوړپوړو چارواکو او کامندانو سره لېدنه وکړه. 

نوموړي پوليسو ته ويلي دي، چې د سیمېټي دېوالونو له پلورونکو سره دې هم خبرې وشي، چې له دې وروسته د پولیسو له اجازې پرته هېڅ څوک دا اجازه نه لري چې سیمېټي دېوالونه وپلوري او که چېرې د پولیسو له اجازې پرته وپلورل شول، پر وړاندې به یې جدي قانوني چلند ترسره شي.

جنرال قانع د امنیتي میثاق د تطبیق چارې د قناعت وړ ونه بللې او امنیتي چارواکو ته یې کلکه سپارښتنه وکړه، چې پدې برخه کې هېڅ ډول غفلت او ځان غولونه د منلو وړ نده او له دې وروسته چې هر چا په امنیتي چارو کې غفلت وکړ د پولیسو له لیکو به مخه ښه کوي.