سوله د علم یوه داسي برخه ده چې د اندونو پراخوالي ، هر اړخیز مفهوم ، مسولیت او چلند په درک باندي ارزښت او مفهوم لرونکي علم لري. سوله متحرک بهیر دي چې د دې راتګ سره دښمني مسائیل ، ناندریز لاملونه له منځه وړي او د ورورولی فضا حاکموي او جګړیز حالت په سوله ییزحالت بدلوي چې د دې سره د امن فضا خواریږي ، سولي ته رسیدو څخه مخکې تاکید د جګړې په پیژندنه باندې شوی چې د جګړې لاملونه ، زیانونه درک کړلی شي بیا د سولي په لور ځي او سولي غوښتونکي ډېر شي او همدارنګه بیا ورته سوله ارزښت پیدا کوي اما سوله د ځان سره نه یواځې معنوي ، ځاني ، مادي او مالي ګټې لري بلکې د سوله ییز ژوند سبب ګرځي ، ورورولي امن فضا حاکموي او د دې تر څنګ هېواد د پرمختګ او ترقي لوري ته بیایې.”هرکله چې مریضان شو او ډاکتر ته د مرض تشخیص لپاره نښي نښاني ونه وایو ډاکتر د مرض تشخیص نشي کولي کله مو چې ډاکتر ته د مرض نښې نښانې وښودې نو ډاکتر د مرض ښه تشخیص لپاره مختلفو معانیاتو هدایات ورکوي چې د مرض لاملونه په ښه توګه وڅیړې او ښه درملنه یې وکړي “چې سوله هم ورته څیړلو ته ضرورت لري. چې تر څو پوري د جګړي ټول لاملونه تشخیص نه شي او په سمه توګه ونه څیړل شي داسې په اسانه سولي ته نه شو رسیدلي او همدارنګه د دې ټولو لاملونو حل و فصل ته کوښښ ونه شي بیا هم سوله ستونزمنه ده چې زر ورته ورسیږو بلکې سولي ته د رسیدو لپاره باید سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیز مخالفتونه له منځه یووړل شي او د دې مقابل کې تقویه شي همدرنګه د مختلفو پوهانو لخوا په مختلفو افکارو او نظریو کې د دې ارزښت روښآنه شي چې خلکو ته د جګړې په ځاي د دې پرمختګ ذهن ورجوړ کړل شي. خو بیا هم د اقتصادي ، سیاسي او ټولنیز پرمختګ تر څنګ زیات تاکید د جګړې په پیژندنه شوی. سوله او جګړه پیژندنه خورا مهم اوږد بحث دي اما پدې لیکنه کې مهمو ټکو ته پکې اشاره شوي.
لومړي:جګړې پیژندنه
د جګړي په هکله چې کله هم اورو داسي انګیرو چې زورزیاتي ته جګړه وايې اما دا بسنه نه کوي، جګړه د ټولني په هر اړخیزو حالاتو کې شتون لري، ځیني وخت کمزوري موضوعات مو هم د جګړې ډګر ته ورټیل وهلي شي ځکه داسې ناندرۍ راپورته کیږي چې هغه بابیزه وبلل شي یا ارزښت نه لرلو له امله له پامه وغورځول شي چې دا لوی لامل د جګړې ده. د جګړې لاملونه ډېر دي چې د هغو له ډلې څخه چې ځینې يې د شخصي تربګنیو، شخصي اهدافو لپاره مخالفتونه، په سیاسي او ټولنیز ډګر کې ناسالم رقابتونه، شخصي موخي او مقاصد ، ايډیالوجۍ او واک غوښتنه دي اما که په لنډه توګه ووایو چې هر هغه لامل چې زیان او زورزیاتي ولري جګړه بلل کیږي.
د جګړې پیژندل یو لوی مضمون دي اما مهمه دا دې چې د جګړې په ډګر کې موجوده لاملونه درک کړل شي چې دا ناندرۍ په کومو لاملونو راپورته شوي ؟ کوم زیانونه یې پیښ کړي؟ ستونزې او هر اړخیز مشکلات ایجادول یې وڅیړل شي چې د جګړې په شتون کې پيښ شوي. د دې ترڅنګ باید دا هم وارزول شي چې څنګه د جګړې دغو لاملونو ته د حل لار پیدا کړي؟ کومه د حل پالیسي غوره کړي چې د ټولو زیانونو تر څنګ ستونزې او مشکلات پکې راونغاړل شوي وي چې ښکیلو خواوو ته د جګړې له امله اوښتې زیانونه، ستونزې او د مشکلاتو درک پکې نغښتې وي . د جګړې پیژندنه سولي ته د رسیدو دپاره غوره لار دي ځکه پدې کې هغه ټکې سپړل کیږي چې د جګړې لامل ګرځیدلي دي. ځکه چې ځیني وخت د جګړې په نه پیژندنه کې د پخلاینې په نوم بدې سیاسي معاملی هم کیدلې شي چې بیا سیاسي چارو کې د محدودیتونو له امله ځیني سیاسي او کلتوري ارزښتونه خپل ارزښت بایلي چې شاید بیرته د دښمني لامل شي ممکن د جګړي په ډګر واوړي ځکه خو همدې د پاره په جګړه پیژندنه تاکید شوي چې سیاسي چارو،سیاسي هنر، سیاسي نظام حدودو ، سیاسي او کلتوري ارزښتونو له زاویو ورته حل ولټول شي.
دوهم: پالیسي جوړونه
سولي د پاره مهم پړاو پالیسي جوړونه دی چې د زورزیاتي ، مخالفتونه، دښمني او د ناندریو لاملونه او د زیانونو مهم ټکې پکې سپړل شوي وي چې د ناندریو حل وفصل کې اغیزناکه او په مثبته توګه تمامه شي ،داسي د حل لارو ته پکې اشاره شوي وي چې د سولي په جوړښت او د جګړې په پای تمرکز وکړي تل پاتې سولي ته ورسیږي ، داسي اغیز لرونکي او معتبره پالیسې وي چې د سولي مهمي لارې چاري ، پروسیجرونه ، حل نقشه ، طرزالعمل ، کړنلار ، مکانیزم باندې استواره وي چې د سولي بهیر پکې څرګند شوي وي او همدارنګه هر فکتور یې سولي ته د رسیدو لپاره مشخص لار تعریف کړي چې د جګړي لاملونو کې او د دښمني له منځه وړلو کې رغنده رول ولوبوي ، پالیسې باید ډیره ارزښت لرونکی ، د مهارت او د ښه منظم له امله باید دومره اغیزناکه وي چې په عملې کولو سره باورمنده فضا او مثبت اغیز ولري او سولي ته هیلي زیاتې کړي، پالیسې باید د داخلې او باندینو مخالفتونو او مداخلو څخه خوندې وساتل شي چې د دی سره پالیسي اغیز او باور د سولي په مقابل کې نور هم تقویه کیدلي شي او د باور فضا په ټینګیښت کې مثبت رول لري. که چیرته د سولي پالیسي مداخلو او یا د مخالفتونو ښکار شوه بیا د سولي راتګ له خنډونو او ځنډ سره مخ کیږي چې د سولي راتګ بیا اوږد واټن او زیات وخت نیولو خوا ته بیایې. د سولي پالیسي ته باید په داخلي او نړیوالو رسمي دولتې او غیر دولتې اداراتو، سازمانونو په ملاتړ کې پرمختګ ورکړل شي او همدارنګه یادې اداري او سازمانونه د سولي پالیسي په بریالي توګه تطبیق کې ونډه او تضمین ولري، د سولي پالیسي ښه تنظیم او د ودې لپاره باید په داخلي او نړیواله سطحه باندې سیمنارونه، ورکشاپونه او کنفرانسونه جوړ کړی شي چې د دې لپاره د سولي په راتلو کې ډېر ملاتړ ته ضرورت لري اوهمدرنګه د جګړي په مقابل کې باید روانې او نظریې ملاتړ د سولي لپاره ارزښت لري.
دوهم : پالیسي فعالیت
د سولي په پالیسي باندې چې لومړی پړاو کې بحث پری وشو دلته یې په لنډه توګه د سولي پالیسي په عملي کولو باندې لیکو چې څنګه دا پالیسي عملي جنبه واغوندې؟. د سولي پالیسي د عملي کولو په ډګر کې داسې انځور باید ولري چې د جګړې او دښمني هر اړخیز لاملونو او مخالفتونه پکې څیړل شوي وي، د دولتې ادارو په څیر اداره شي او د ډیپلوماسي په څیر تنظیم کړی شي او هم د رسمي ډیپلوماسي په څیر مخکې یووړل شي چې د ښه تنظیم او اداره کولو لپاره د خیرخواه او مهمو اشخاصو څخه باید یو مشخص کمیسون ولري چې د مختلفو دولتې او نړیوالو سازمانونو سره همغږي پیدا کړي او همدرنګه یاد کمیسون د سولي نور مهم پړاوونه ته ورسیږي او پر مخ یې بریالي توګه یوسي چې عبارت د منځګړیتوب،خبرواترو او د پخلایني پړاونه دي ، د پالیسې په عملي کولو سره سولي ته د رسیدو باوري او اعتمادې فضا رامنځته کولو کې ډېر مهم ارزښت لري چې په عملي کیدو سره د سولي نورو مهمو پړاونو ته رسیدلي شو.
دریم: منځګړیتوب
منځګړیتوب پخپل ځاي کې د فعالیت له امله مهم رول او شتون یې ډېر ارزښت لري چې د سولي په بهیر کې یې ونډه مشخصه دی ، چې رول یې نسبت نورو پړاونو ته لږ څه کمزوري دی خو د سولي پالیسي په عملي ډګر کې د تضمین په حیث اړین دي، منځګړیتوب پړاو عبارت د دوه ښکیلو جهتونو راوستلو څخه دي چې د مخامخ خبرواترو لپاره یې تر یو میز یې کینه وي د ناندریو لاملونو باندې بحثونه وکړي،دلایل وړاندې کړي او په مهمو موضوعاتو باندې توافق ته ورسیږي.
منځګړیتوب د خیرخواه او بې طرفه جهت حثیت لري چې د ښکیلو جهتونو هیڅ نمایندګې نشي کولي ، نه کوم جهت سره خواخوږې څرګندولي شي او نه کوم جهت په طرف نظر ورکولي شي، ملاتړ به یې یوازي او یوازي د سولي درک لپاره وي چې ښکیل جهتونه سولي ته وهڅه وي او د جګړې په زیانونو بحث کولي شي همدارنګه د منځګړیتوب جهت دا واک لري چې په جګړه کې کوم ښکیل جهت ډېر زیان لیدو امله ورسره خواخوږي وښایې اما دا خواخوږي پدې معنی وي چې جګړې زیان درک شي او سولي باندې تاکید وکړي، منځګړیتوب جهت د روغي او جوړي توافقاتو ته د جګړې ښکیلو جهتونو هڅول او تشویق کول دي چې نور په جګړه تاکید ونه کړل شي. هر کله چې د جګړې مخالف جهتونه تر یو میز د خبرواترو لپاره سره کیناستل بیا دوي صلاحیت لري چې د خبرواترو کې منځګړیتوب جهت شتون ولري او که حذف یې کړي چې دا د مخالف جهتونو توافق پورې اړه لري او که چیرته مخالف جهتونه د منځګړیتوب جهت په شتون موافق شول بیا هم منځګړیتوب جهت به د ناظر په حیث موجودیت ولري که چیرته نظر یا پیشنهاد ولري د دواړو توافق اخیستو وروسته یې وړاندې کولي شي د توافق څخه بغیر هیڅ ډول مداخلي حق نه لري.
منځګړیتوب جهت مشخصه واظیفه دا هم لري چې د مخالف جهتونو د خبرواترو لپاره وخت، ځاي ،تخنیکې وسایل او اسانتیاوي رامنځته کړي او د خبرواترو مقابل کې د هر ډول خڼد او ځنډ مخه ونیسي همدارنګه په ضرورت وخت کې د نړیوالو سازمانونو همکاریو ته کوښښ کوي او مطبوعات به راوبلي چې د سولي په پرمختګ کې ورڅخه ګټه واخلي او د جګړې مخالفو جهتونو د هر توافق تطبیق تضمین هم کولي شي چې کوم د جګړې مخالف جهت له توافق څخه سرغاړونه ونه کړي او توافقو ته وفادار پاتي شي او هم د توافقو په تطبیق کې د څارونکي په حیث رول هم لري چې په ښه ډول تنظیم او عملی شي، پرمختګ ورکړي او د هر ډول ناکامي څخه یې وساتي.
څلورم : خبرو اترو بهیر :
د سولي لپاره خبرو اترو پړاو خواره مهم او سرنوشت ټاکونکې پړوا دي چې د سولي پالیسي کې شاملو موضوعاتو باندې علمي ، منطقي او دلایلو ډک بحثونه کیږي چې تر څو د سولي لپاره په مهمو موضوعاتو باندې توافق ته ورسیږي اما دا پړاو هیڅ بایلیونکې او ګټوونکې جهت نه لري ، اما توافقو ته رسیدل د دواړو جهتونو د پاره بریا دي او په توافقو کې پاتي راتلل دواړه جهتونو ته بایلیونکي (ناکامي) دي او همدارنګه نه د کوم اړخ په ګټه تمامیدلي شي او نه کوم جهت بایلیونکي لري اما دواړه جهتونه بریا کیدونکي او هم بایلیونکې کیدلی شی، د خبرواترو پړاو خواره مهم د زړورتیا پړاو دي چې په مهمو موضوعاتو باندې توافق ته رسیدل ، پریکړي کول او تصمیم نیونکي پړاو دي.
د خبرواترو پړاو کې لومړیتوب هغو موضوعاتو ته ورکول کیږي چې د ناندریو کمښت سبب ګرځیدلي شي، مخالفتونه راکم کړي او د باور فضا رامنځته کړي چې په کوچنیو موضوعاتو باندې زر توافق ته ورسیږي او سولي ته د رسیدو لپاره ذهن سازي او د باورمندې سبب شي. د خبرواترو پړاو کې باید هره پریکړه او تصمیم نیول سولي ته په رسیدو کې اغیزمن ثبته شي چې ورته بهیر ته ادامه ورکول د دې باعث ګرځي چې د سولي نور مهم پړاونو او پریکړو ته ورسیږي اما خورا مهم چې ښکیلو جهتونو ته ارزښت لري هغه د باورمندې فضا ساتل دي چې د هیڅ ډول مخالفتونو له امله زیان منه نشي، د خبرواترو پړاو کې سولي ته د رسیدو په نورو مهمو موضوعاتو باندې بحثونه کیږي چې لومړیتوب یې اوربند او د جوړ جاړي توافق ته رسیدل دي او همدرنګه د دې جوړجاړي لپاره زیات تاکید په اعتماد جوړیدو باندې کیږي چې ښکیل جهتونه ورته کوښښ کوي چې اعتماد یو په بل باندې ولري، پدې پړاو کې باید سوله په ريښتوني معنی باندې درک کړی شي چې ټول سیاسي حرکتونه باید سولي ته تمایل وي او ښکیل جهتونه متقابل احترام وښایې او په مسکا کې راڅرګند شي چې له هر ډول احساساتو ، عصبني او بې منطقه دلایلو څخه ډډه وشي چې د سولي باورمندې فضا ته د ضرر سبب نه شي. همدرنګه پدې پړاو کې د هېواد ملي ارزښتونو ساتني ، بشري پوهني او امن خبرو ته پوره پاملرنه کیږي چې د دې سره هغه موضوعات چې د سولي پالیسي کې د نقشي لار (road map) په حیث شتون لري بو په بل پسي د توافق په اساس بحث ته روړاندې کیږي. موضوعات پدې معنی نه وي چې د جګړې کوم جهت تر اغیز لاندې یا سیاسي فشار په توګه ورڅخه ګټه واخیستل شی، موضوعاتو کې باید زیاتره ملي ، عامو ضرورتونو او غوښتنو ته پکې جدې ډول پاملرنه شوي وي چې د سیاسي فشار په توګه یې استعمال نه کړي ، لومړی باید تاکید پدې وشې چې لومړيتوب هغه موضوعاتو ته ورکړي چې د دواړو جهتونو اندیښني ، تشویش ، ویره ، زړه نا زړه او د بې اعتمادي سبب شوي دي او موضوعات په داسې فضا کې وڅیړل شي چې هر ښکیلي ډلي ته احساس ، درک او د ارزښت په توګه تمام شي متقابل احترام وي او احساسات باید کنترول شوي وي، دا مهمه دي چې دواړه جهتونه په ملي ګټو، منافعیو، د هېواد سرنوشت لرونکي نهادونو او عناصرو په ساتنه ټینګار او توافق ته پې ورسیږي.
پنڅم: د پخلایني پړاوو:
د دوه مخالفو ډلو، افرادو ترمینځ د مینځګړیتوب عمل ته پخلاینه وایې مطلب چې د محکمې څخه او یا د نورو رسمي نهادونو پرته د جګړې او د ناندریو حل بدیله وسیله دي چې په ځینو مواردو کې منځګړیتوب پړاو سره مشابهت لري پدې کې دواړه مخالف جهتونه ، افراد یا ډلي د دې کوښښ کوي چې د خبرواترو له لارې توافق ته ورسیږي او د دې توافق ته رسیدو کې د دریمګړې جهت شتون مهم دي چې دواړه مخالف جهتونه سره کینه وي، پخلاینه د ناندریو حل بدیله پروسه دي چې پدې پړاو کې ناندري او شخړي د خبرواترو له لاري پخلاینی توافق ته رسیږي ، چې لومړیو کې دریمګړې ځانته ځانته د مخالف جهت سره کیني او د دوي موضوعات اوري، د ناندریو لاملونه څیړي، بحثونه او د حل دلایل وړاندې کوي چې د دې څخه وروسته د دواړو لوریو موضوعات څېړي او د ناندریو لاملونو ارزیابې کوي او د پریکړې څخه مخکې تضمین باید ولري چې د تضمین په اساس تر یو میز تر شا یې کینه وي. پخلایني پړاو هیڅ قانوني دریځ نه لري ، د دوي خپلي پریکړې د دواړو مخالف جهتونو غوښتنو، ضرورتونو او زیانونو ته په کتو سره ترسره کیږي .
د پخلاینې پړاو اکثره وخت سیاسي ګوندونو په نه شتون کې هم ترسره کیږي چې د خیرخواه غوښتونکو لخوا دریمګړیتوب په حیث پخلایني ته رامخکې کیږي چې ټولو شرایطو ته پام کې پریکړه کوي.
وروستي