کورنيو چارو وزارت: ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نېول شوي

روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بدخشان، کابل، خوست او پروان ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د یادو کسانو له ډلې؛ د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې پینځه تنه د الکولي څښاکو د پلور، د خوست ولایت په مرکز کې د نشه يي توکو درې قاچاقبران او پلورونکي او همدارنګه په پروان کې هم  د نشه يي توکو یو قاچاقبر له نږدې ۱۰۰ لیتره الکولي څښاکو او یو اندازه "چرسو او تریاکو" سره یو ځای نیول شوي دي.

همداراز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د ۱۲مې او ۱۷مې ناحیو په اړوند سیمو کې د دوه بېلو عملیاتو په پایله کې د نشه يي توکو درې قاچاقبران له ۹ کیلوګرامه "هیرویینو او تریاکو" سره نیولي دي."