د تخار پوهنتون پر شپيغالي (ليليه) د طالبانو سپين بيرغ پورته شوی 

روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، د هېواد له شمالي تخار ولايت څخه راپورونه وايي چې تېره شپه د تخار پوهنتون د شپېغالي يا ليلې پر ودانۍ د طالبانو سپين بيرغ لګول شوی وو. 

د تخار د ولايتي شورا يو غړي  محمد اعظم افضلي رسنيو ته د يادې مسالې تائيد کړی او ويلي دي چې  تر اوسه مالومه نه ده چې ياد بيرغ طالبانو او که د پوهنتون محصلينو لګولی وو. 

د نوموړي پر وينا چې نن سهار افغان امنيتي ځواکونو د شپېغالي له ودانۍ د طالبانو بيرغ بېرته ښکته کړی دی.

 د تخار د پوليس وياند خليل اسير هم رسنيو ته ويلي دي چې يوه سپين رنګه بيرغ د تخار پوهنتون د ليلې پر ودانۍ تېره شپه لګول شوی وو، چې نن سهار بېرته لېرې شو.