روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، د ګوګل نړيوالې ټېکنالوژي شرکت د ګوګل لنز په نوم د نوي سافټ وير د جوړېدو ويلي دي. ګوګل لنز د رياضي د سوالونو په پار جوړيږي.
د ګوګل لنز په مرسته به د رياضي برخې زده کوونکي او ښوونکي وکولی شي چې پيچلي رياضيکي مسايل په اسانۍ سره حل کړي. له ګوګل لنز وړاندې هم يو شمېر پروګرامونو شتون درلود، خو ګوګل لنز لوړ اغېز لرونکی بلل کيږي.
Google Lens دا وړتيا لري چې که چېرې د انځور په ډول هم د رياضي سوال ورکړل شي، نو په کم وخت کې به يې سم ځواب تر لاسه شي.
د ګوګل کمپنۍ تر اوسه د ياد سافټ وير يا پوستغالي د خپرېدو دقيق وخت نه دی په ګوته کړی خو زياتوي چې په نېږدې وخت کې به يې وړاندې کړي.
وروستي