پر فوزيه کوفي وسله وال بريد شوی 



روهي (نۍ/۲۵ د ز مري)، د ولسي جرګې په تېره دوره کې د بدخشان پر استازې فوزيه کوفي د کابل ولايت په شکردرې ولسوالۍ کې وسله وال بريد شوی او په کې ټپي شوې ده. 

ياد بريد کې فوزيه کوفي برسېرنه ټپي شوې ده او روغتيايي وضعيت يې اوس مهال ښه بلل شوی دی. تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی. نوموړې د پروان - کابل لويې لارې په اوږدو کې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د ناڅرګنده وسله والو تر بريد لاندې راغلې. 

نوموړې اوس مهال له طالبانو سره د افغان حکومت په مرکچي پلاوي کې غړېتوب لري. د ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد معصوم ستانکزي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو پر فوزيه کوفي بريد غندلی دی. 

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ