له کابل د پوځ لوی درستيز ورغلی؛ افغان پوځ ډيورنډ کرښې سره نېږدې پوځي تمرينونه تر سره کړل

روهي (يوه نۍ/۲۵ د زمري)، تېره ورځ افغان پوځ  د ننګرهار ولايت "ګوشتې"  ولسوالۍ په" ګوڅړۍ" سيمه کې، دفاعي ملي امنيتي ځواکونو نظامي تطبيقات تر سره کړل.

په دې نظامي تطبيقاتو کې، پياده، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او د خپلو درنو او سپکو وسلو وړتيا يي وښوده.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د مسلحو ځواکونو لوي درستيز  ستر جنرال محمد ياسين ضياء د ملي دفاع وزارت له يو شمير نورو جنرالانو او ارشدو افسرانو سره دا نظامي تطبيقات له نږدې وکتل او ارزيابي کړل.

د پوځ لوی درستيز ويلي، چې د افغانستان ولسونو او دوستانو ته پيغام دا دى، چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفيت لري او ډاډه ولرٸ، چې دا ځواکونه د افغانانو او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د بيروني او داخلي دښمنانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولى شي.