افغان حکومت: دولتي ادارو کې ۱۵زره  بستونه خالي دي 

روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، افغان حکومت وايي چې په پلازمېنه کابل او د هېواد په ولايتونو کې نېږدې ۱۵زره دولتي بستونه خالي دي چې ځوانان کولی شي د ازادې سيالۍ له لارې ازميونه ورکړي او ياد بستونه ډک کړي. 

ولسمشر غني هم د ځوانانو نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي وو، چې دولتي ادارو کې ۱۵زره خالي بستونه شته دي او ځوانان کولی شي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون له لارې د ازموینې په ورکولو سره دغو بستونو ته جذب شي.

ولسمشر دا ژمنه هم کړې وه، چې د ځوانانو چارو معينيت به ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږدوي او همدا ډول به د ځوانانو د يووالي لپاره د دوی يوه شورا او د ځوانانو مالي صندوق جوړ کړي.