ولسمشر غني: طالبان باید د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي

روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي، چې که طالبان د سولې لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنه ونه مني د جګړې د دوام مسوولیت به یې پر غاړه وي او تاریخ به یې محکوم کړي. نوموړي دغه څرګندونې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو اړیکو شورا له لوري جوړه شوې ناستې ته د وېډيو کنفرانس له لارې کړي. 

ولسمشر په خپلو خبرو کې ويلي دي،  طالبان باید د سولې لپاره خپله ژمنتیا وښيي. نوموړي د هغو پرمختګونو او هڅو په اړه چې افغانستان د مرکزي اسیا یوه عمده برخه وي، له دغو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پراختیا، د دهلیزونو او ښو اړیکو پر ایجاد خبرې وکړې.

دغه ناستې ته محمد اشرف غني دا هم ويلي، چې کله چې د افغانستان دولت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره مذاکرات پیل کړي نو وبه لیدل شي چې طالبان د نوي افغانستان په اړه څه فکر کوي او ایا طالبان کولای شي د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې چې یوه ډیموکراته او ازاده ټولنه ده، جذب کړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه ولسمشر زياته کړې، موږ له پاکستاني مقاماتو سره ښې خبرې لرلې او دا هیواد کولای شي په سیمه کې مثبت رول ولوبوي. په افغانستان کې ثبات او اقتصادي پراختیا د پاکستان د اقتصادي ثبات او ودې لامل هم ګرځي.