د سيمې سرطان، پاکستان پاکستان؛ دا په ننګرهار کې د پاکستان د جوړېدو ورځې غبرګون کې د شوي لاريون شعار 

روهي (جمعه/۲۴ د زمري)، له نن ۷۳ کاله وړاندې د اګست مياشتې په ۱۴مه نېټه بريتانوي هند په دوه برخو ټوټه چې پاکستان او هندوستان په نوم دوه هېوادونه ترې جوړل شول. د پاکستان په تاريخ کې د اګست مياشتې ۱۴مه د دغه هېواد د خپلواکۍ او جوړېدو ورځ ده. 

که څه هم پاکستان کې د اګست ۱۴مه هر کال لمانځل کيږي؛ ملي ورځ او رخصتي وي، خو سږ کال په دغه ورځ کابل او ننګرهار ولايتونو کې د پاکستان ضد لاريون شوي.

د ننګرهار لاريون کوونکو؛ د سيمې سرطان، پاکستان پاکستان؛ د ترهګرۍ پلار، پاکستان پاکستان؛ د اګست ۱۴مه توره ورځ .... او ورته نور شعارونه ورکول. 

د ننګرهار ننني لاريون کې پر ډيورنډ کرښه، کونړ پر سيند... معاملې شرم وبلل شوې او په دې برخه کې يې خپل سخت مخالفت څرګند کړ.