عربي متحده اماراتو او اسرائيلو سره د ملګرتيا تړون وکړ؛ اردوغان ابوظبۍ کې د خپل سفارت د تړلو خبرداری ورکړ 

روهي (جمعه/۲۴ د زمري)، د امريکا متحدو ايالتو په هڅو عربي متحده امارات او اسرائيل د بشپړو اړيکو د ملګرتيا يو تړون ته سره دننه شوي دي. ولسمشر ټرمپ دغه کار ته خوښ دی او د اسلامي نړۍ له نورو هېوادونو يې غوښتي دي چې اسرائيلو سره دوستي وکړي. 

د عربي متحده اماراتو او اسرائيلو د ملګرتيا په غبرګون د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان  خبرداری ورکړی دی چې د ياد پلازمېنه ابوظبۍ کې به خپل سفارت وتړي او همدا ډول له عربي متحده اماراتو سره د ډيپلماټيکو اړيکو پر ځنډ غور کوي. 

اردوغان رسنيو ته ويلي دي، ''د بهرنیو چارو وزیر ته مې امر وکړ او ورته مې وویل، کولای شو له ابوظبي سره خپل اړیکي وځنډوو یا خپل سفیر بېرته راوغواړو. ''

ورته وخت کې د ترکيې بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، ''تاریخ او د سیمې خلکو وجدان د اماراتو ریاکارنه تګلاره نه هېروي او نه یې بښي، چې د خپلو محدودو ګټو لپاره یې د فلسطین له ارمان سره خیانت کړی دی. دا ډېره خواشینونکې خبره ده چې امارات دغه یو لوریز اقدام کوي، چې په ۲۰۰۲ کال کې د عربي هېوادونو ټولنې له لوري د تایید شوي سولې تړونه څنګ ته کېږي. دا چې دغه درې اړخیز اعلان (اسرائیل، امارات، امریکا) د فلسطین خلکو د ملاتړ په نامه یادېږي، هېڅ اعتبار نه لري. ''

له عربي متحدو اماراتو وړاندې د اسلامي همکاريو سازمان دوه نورو اسلامي هېوادونو، مصر او اُردون له اسرائيلو سره د دوستۍ تړونونه لاسليک کړي وو.