د پاکستان د جوړېدو ورځ (د ترهګرۍ د زږېدو ورځ)؛ دا په کابل کې نن د يو لاريون شعار وو 

روهي (جمعه/۲۴ د زمري)، له نن ۷۳ کاله وړاندې د اګست مياشتې په ۱۴مه نېټه بريتانوي هند په دوه برخو ټوټه چې پاکستان او هندوستان په نوم دوه هېوادونه ترې جوړل شول. د پاکستان په تاريخ کې د اګست مياشتې ۱۴مه د دغه هېواد د خپلواکۍ او جوړېدو ورځ ده. 

که څه هم پاکستان کې د اګست ۱۴مه هر کال لمانځل کيږي؛ ملي ورځ او رخصتي وي، خو سږ کال په دغه ورځ کابل کې د پاکستان ضد لاريون شوی.

لاريون کوونکو لوحې جوړې او د پاکستان د جوړېدو ورځ يې نړۍ کې د ترهګرۍ د زږېدو ورځ بللې ده. د لاریون ګډونوالو باکستان په دې تورن کړ چې له ترهګرۍ ملاتړ کوي. 

د لاريون ځينو ګډونوالو پاکستان ملامت کړ چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي او افغانستان يې د روانې جګړې د غځېدو پلان او هڅې لري. 

د فولاد همدرد په نوم د لاريون يو ګډونوال ويلي چې پاکستان د افغانستان د ۴۰ کلنې غميزې مسوول دی، ترهګر پالي او بيا يې افغانستان ته رالېږي. 

که څه هم د پاکستان او افغانستان د حکومتونو اړيکې له ډېر تېر څخه ترېنګلې دي خو په دې وروستيو کې پر ډيورنډ کرښې د پاکستان تحريکي کړنو افغان ولس په غوسه کړی دی.