ټرمپ ورته خوښ دی؛ عربي متحده اماراتو او اسرائيلو د دوستۍ تړون وکړ 

روهي (جمعه/۲۴ د زمري)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ تېره ورځي ويلي چې عربي متحده اماراتو او اسرائيلو د بشپړو ډېپلماټيکو اړيکو او همکاريو تړيون سره لاسليک کړی دی. 

د محتدو ايالتو ولسمشر ټرمپ د نړۍ له نورو اسلامي او په ځانګړي ډول عربي هېوادونو غوښتي دي چې اسرائيلو سره د دښمنۍ پر ځای د ښو اړیکو تړونونه لاسليک کړی. 

په راتلونکو اونیو کې به د اسرائیل او عربي متحده اماراتو پلاوي سره وګوري چې پانګې اچونې، سیاحت، مستقیمو پروازونو، امنیت، ارتباطاتو، روغتیا، د سفارتونو د جوړولو او نورو مهمو مسایلو په هکله دوه اړخیزې موافقې لاس لیک کړي.

له عربي متحدو اماراتو وړاندې مصر او اُردون چې دواړه اسلامي هېوادونه دی له اسرائیلو سره د دوستۍ او اړیکو تړونونه کړ دی، د نړۍ غوڅ اکثریت اسلامي هېوادونه بيا له اسرائیلو سره هېڅ ډول اړیکې نه ساتي.