د افغانستان د سیاسي بېثباتي قضیه-دریمه برخه

عام افغانان باید پر ملګرو ملتونو باندي فشار واچوي چي د کابل اداره د (terrorist states) په نوملړ کي راولي، ځکه چي داعش د دوئ په عقیده یو ټروریسټي اورګان دی او د دې اورګان سره د کابل د ادارې اړیکي مستندي ثابتي سوي دي. د داعش په اړه ډیره رسوایي ظاهر قدیر ډیره پخوا لا پېښه کړې ده چي دا خبره یې څرګنده کړل چي د کابل او د هغه شاوخوا راټولو ورکوټو ولایتونو بانفوذه کورنیاني چي کله کومه استخباراتي پروژه اخلي نو په خپل منځ کي د پیسو متناسب وېش هم نه سي کولای. دوئ باید ظاهر قدیر ته وختي لا د هغه استحقاق ورکړی وای څو دا رسوایي یې نه وای پېښه کړې. د بهرنیو استخباراتو دي ملا ماته سي چي  داسي اناړیانو ته استخباراتي پروژې ورکوي. دوئ لکه چي نه دي خبر چي اوس هغه د پس پاته سیمو افغانان او کوچیان هم چي کله مریضان سي ډاکټرانو او روغتونونو ته د تداوي لپاره ورځي د پیرانو، ملنګانو، لړمانو او غونډکانو څاښت، خوردې او دم و چو ته نه کښیني. کله چي خلقیانو حضرت پیر صاحب مبارک د طیارې څخه لاندي راوغورځاوه نو لکه د سمینټو ګونۍ پر ځمکه  ولګید او تاشي په تاشي سو. افغانان پوه سول چي دا پیران چي د الوتلو دعوې کوي، د سترګو په رپ کي مکې مکرمې او مدینې منورې ته د رسیدو ادعاوي لري ټول فضولیات دي، حقیقت نلري. اوس افغانان په دې عقیده هم نه دي چي د وخت واکمن د خدای پاک ج ایجنټ دی او یو شمېر نور د خدای پاک ج ایجنټان د هغه تر لاس لاندي ټولي کیفیت لرونکي او بلاکیف چاري اداره کوي. افغانانو په دین کي هم معلومات زیات سوی دی او لیري لیري سفرونه یې هم وکړل. نن په نړۍ کي داسي پرمختللی هیواد نسته چي هلته دي افغانان میشت نه وي یا دي زده کړي نه کوي. اوس افغانان په دې پوه سوي دي چي ولسونه په خپل منځ کي د ټولنیز ژوند په اړه ټولنیز تفاهم ته رسیږي او د خپل ټولنیز ژوند د اداره کولو لپاره اصول او قوانین ټاکي او بیا ځانو ته مشران په خپله ټاکي چي د ټاکلو اصولو او قوانینو په رڼا کي عمل وکړي. چي کوم واکمن یې خوښ نه سي د هغه د لیري کولو واک خپله خدای پاک ج ولسونو ته ورکړی دی. د واکمن لپاره د واک حدود خدای پاک ج ټاکلي دي خو د دې حدودو د مرائتیدلو څارنه د ولسونو او د دوئ د رهبرانو مسئولیت دی. الله تعا لی ج په دې چارو کي د مستقمي مداخلې لیوالتیا نه لري (د اخیرت تر ورځي پوري یې بشریت ته مهلت ورکړی دی). الله رب العزت ج خو خپل شریعت بشریت ته ورساوه، په اخیري کوټه (د قیامت په ورځ) به د ټولو ملتونو سره په شمول د دوئ د مشرانو او کشرانو په دسته جمعي حساب ورسره کوي.
 
الله تعا لی ج ته نیژدې ترین انسان هغه دی چي عقاید یې پر اسلامي معیار برابر وي، د خدای ج ویره یا تقوا ولري او د اسلامي شریعت احکام پر ځان نافذ کړي. په قرآن شریف کي راغلي دي چي کله په دوږخ کي د یو ملت کمزوري او ضعیف خلګ خپل مشران د خپلو ګناهونو لپاره ملامتوي نو مشران به یې ورته وایي چي تاسو په خپله خوښه زموږ پیروي کول او موږ پر تاسي هیڅ زور نه لاره (حقیقت هم داغه دی چي ټول افغان ولس په یوه سلا د کورونو راووځي او خپل سیاسي او ټولنیز حقوق وغواړي نه د دولت څه په وسه ورسره پوره ده، او نه د هغه د مربیانو). افغان ولس په خپله خوښه ځانونه په مافیاوو ویشلي دي او دا مافیاوي د مختلفو بهرنیو قوتونو سره پټ ډیلونه کوي او د هغوئ پروژې عملي کوي چي په پایله کي یې کله کله ټول ملت هم امالې ته برابر سي. دلته ملا، مفتي، پیر او فقیر هم په بازار کي د فاحشې په ډول په پیسورانیول کیږي او معلم، پروفیسور، ډاکټر او نور هم (یو او دوه پاک نفسه چي په استثناء کي راځي پر هغوئ حساب نه کیږي تر هغه وخته پوري چي هغوئ د خپلو همکسبو فساد نه وي رسوا کړی). دا چي افغانستان د اسیا زړه دی، سیاست یې د غربي دولتونو په کنټرول کي دی او د نوو تبارز کونکو ابرقدرتونو د فیدراسیون (شانګهای تړون) درو غړو د هیوادونو سره ګډي پولي لري. خر لا پوهیږي چي نن هم د پخوا په شان افغانستان د ابرقدرتونو د غیږي میدان دی. د افغان سیاسیونو لپاره په داسي شرایطو کي د افغانستان اداره کول د استخباراتي ادارو سره د پټو غیر رسمي معاملو د لاري ۱۰۰٪ یوه ناکامه او وژونکې تجربه ده. کله چي په افغانستان کي شاهي کورنۍ او شاهي نظام پاته نه سو او د روحانیونو اعتبار یې هم د خاورو خاګاه سو نو د پخواني دربارلویالیسټان به تر کومه پوري خپله بقاء تامین کړای سي. د شکه وتلې خبره ده چي پښتانه د تبارز په حال کي دي او په هیواد کي ښکیل بهرني قوتونه ورځ تر بلي دې ته متوجه کیږي چي په دې هیواد کي د خپلو ګټو د تامین لپاره د پښتنو سره مستقیماً روابط ټینګ کړي نو د دې جغرافیې څخه ښه ګټه پورته کولای سي او پر وعده ټینګ پاته کیدل، د حلیفانو سره په سختو شرایطو کي ملګرتیا پالل، قومي، نژادي او لساني تعصب نه لرل د پښتنو تاریخي اوصاف دي. دا چي پخوا تیت و پرک پښتانه قبایل ورځ تر بلي په خپل منځ کي د اتحاد او اتفاق پر خوا سره راټولیږي، زموږ د هغه مخلصو داوطلبه پښتنو مشرانو او ځوانانو برکت دی چي پر فیس بوک، مختلفو ویبسایټونو، د ځوانانو او مشرانو په مجلسونو کي د اتحاد او اتفاق پر اړتیا او رامنځته کولو پر میکاینزم باندي جر وبحثونه کوي، باید خپلو هڅو ته ادامه ورکړي. په بهرنیو هیوادونو کي میشت پښتانه باید د پښتنو په کورني او ټولنیز نظام کي ښځو ته ورکړل سوو حقوقو، امتیازاتو او مسئولیتونو باندي رڼا واچوي څو د پاړسکانو لخوا د پښتنو پر ضد تبلیغاتو دفع وسي. د کابله څخه دیوه وزارت په نمائیندګي یو اسماعیلی معین راغلی وو پر کندهار یې یو راپور جوړ کړ. په راپور کي یې لیکلي وه چي په کندهار کي بشپړ مرد سالاري ده. دلته د ښځو لپاره جامې او ښځینه ضرورت شیان هم نارینه خریداري کوي. اوس نو بهرنیان خواران څه خبر دي چي په رنګریزانو دهنه کي په ټوله ورځ یو نارینه مشتري په ټکیس نه پیدا کیږي، ټوله ورځ ښځي پکښي تاو بالا کیږي. اوس خو د تاجک، اوزبک، هزاره او نورو اقلیتونو عام وګړي لا په دې خبره پوه سوي دي چي په افغانستان کي سیاسي ثبات هله راتلای سي چي پښتنو ته د دوئ سیاسي او ټولنیز حقوق ورکړل سي او دا چي په افغانستان کي سیاسي ثبات د ملي اقتصاد د پیاوړتیا په معنا دی او که د هیواد اقتصاد پیاوړی سي نو د هیواد ټول پښتانه او غیر پښتانه وګړي به ګټمن کیږي. زموږ هزاره، تاجک او اوزبک ورونه به د ایران، ترکیې او نورو هیوادونو ته د قاچاقي مزدوري لپاره تللو ته هیڅ اړتیا ونه لري او نه به هم زموږ افغانان د پاکستان د کولې په کانونو کي د لږو پیسو لپاره خپل ژوند په خطر کي اچوي. موږ به د خپلو عوایدو لپاره حتی خپلو معدنیاتو را ایستلو ته هم اړتیا ونه لرو. تنها د افغانستان تجارتي لاري کفایت کوي چي د ټولو افغانانو اقتصادي کفالت وکړي، چي فعلاً ګټي یې یوازي د قاچاقبرو او د هغوئ سرپرستو امریکایي سناټورانو او چارواکو جیبونو ته لویږي .
 
هو یوه خواري راڅخه غواړي چي ټول افغانان په یوه صلاح د کابل په اطرافو کي د چارواکو او طالبانو تر منځ جګړه په زوره ودروو او هر ځوان د خپلي وسلې میل د کابل پر لور ور وګرزوي او د کابل خودسره او لوچکو ټیکنوکراټانو او واکمنانو ته د واک د ګدۍ د تشولو امر وکړي. افغانان به بالاخره دا کار کوي. د افغانستان لپاره د سي آی اې او ګاونډیو دولتونو استخباراتو مشترک بي پلان (B-Plan) هم داغه دی چي تر کومه وخته پوري چي افغانانو د دوئ د لاسپوڅي نظام لوچګئ نوشولای سوای دوئ به د دې لاسپوڅي نظام په مټ خپل د تورو بازارونو ګټي به پرې کوي. هر کله چي افغانان تر پوزي راغلل او عمومي بغاوت ته اماده سول نو بیا به خپل نور لاسپوڅي په ږیره او لنګوټه کي پر مسلط کړي تر څو چي د بل کاذب انقلاب اړتیا احساسیږي (په همدې خاطر د طالبانو یو شمېر مشران تروریدل او یا د پاکستان په محبسونو کي د زجر لاندي کیدل او نورو بیا امتیازیافته ژوند لاره او د ډبۍ، قطر او تایلینډ تجارتونه یې لرل (اوس یې هم لري). البته د تجارت یا راکړي ورکړي یو اصل چي د دې اویجي پر مخ هر انسان منلی دی، هغه دا دی چي د تجارتي معاملې د نرخ په تعین کي د معاملې دواړې خواوي مثاوي واک لري. هر څومره چي د افغانانو د پوهي کچه لوړیږي، د دوئ د واکمنانو د خدماتو کیفیت او کمیت هم باید هغومره ورسره لوړ سي که نه د واکمنانو د واکه لیري کیدل یقیني ګرزي او دا خبره ثابته سوې ده چي د کابل لویالیسټ ټیکنوکراټان د افغانانو خدماتي تقاضا ته د مناسبي عرضې په وړاندي کولو کي پاته راغلي دي. او هیڅ ذي روح د دې حقیقت څخه انکار نسي کولای چي پر افغانانو چي کومي سړې او تودې راغلي دي، هغوئ د افغانانو د ټولنیز او سیاسي شعور سویه ډیره ور لوړه کړې ده. اوس د افغانانو توقعات د خپلو واکمنانو څخه ډیر لوړ دي. په داسي شرایطو کي څه ووایو چي د پخواني دربار لویالیسټان چي اکثریت یې د کابل او پر کابل راچاپیر وړوکي وړوکي ولایتونو د اشرافي کورنیو غړي دي؛ د چلونو، جنایتونو او نړیوالو مافیاوو سره د سازباز د لاري خپله بقاء تر ډېره اوږده کړي. صلاح الدین رباني او عطاء محمد نور چي کله د شخصي امتیازاتو غوښتني کوي نو شعار ورکوي چي د جمیعت ګوند لپاره دا سره کرښه ده او دا چي جمیعت ګوند دا نه غواړي. چي یو څوک پوښتنه ځني وکړي چي ښاغلې صلاح الدین رباني صاب... کوم جمیعت ګوند؟ دا ګوند څو غړي لري او د مهرباني له مخي ته د دې جمیعت ګوند د تیرو درو کلونو حق العضویتونو د تادیې لیسټ کښیږده چي څو غړو حق العضویتونه درکړي دي، څو نفرو دي په کلنۍ عمومي غونډه کي ګدون درلود، د نورو نژادونو خلګو فیصدي د تاجکو په پرتله څومره پکښي وه او بیا هغه دحق العضویتونو پیسې په څه ډول مصرف سوي دي؟ که د جمیعت ګوند څخه ستا هدف په وزیر اکبر خان سیمه کي ستا هغه شخصي سیکس کلب دی چي بهرنیانو ته شراب او د عیاشي لوازم عرضه کوي نو بیا د جمیعت یې د افغانستان د سیاسي چارو سره څه کار او عطا محمد نوره ته د کوم جمیعت خبري کوې. ایا ستا جمیعت د مخدره موادو هغه قاچاقي نیټورک دی چي د یوناما په موټرانو کي تاجکستان ته هیروین او نور مخدرات انتقالوي او په مقابل کي روسۍ او تاجکستانۍ فاحشې په کرایه راولې او د هغوئ د جسم فروشي د کاروبار څخه خپله حق حلاله روزي نقدوې؟ (دا صحیح خبره ده چي جنرال اکرم خاکریزوال شهید سوی دی لاکن د عطا نور د قاچاقي نیټورک ثابت شواهد هغه په خپل ژوند لا د ناټو، ملل متحد، امریکا او نورو هیوادونو دسفارتونو تر څنګ د ډیرو افغانانو سره هم شریک کړي وه، دا چي دې نړیوالو سازمانونو رهبري تر ننه پوري ولي خاشه پر اچولې ده، باید پوښتنه ځني وسي). دا چي د کندهار، هلمند، زابل او نورو پښتون میشتو سیمو یو څو په عیاشي روږد اوباشان د دوئ سره ناسته ولاړه کوي؛ دوئ ته په هیڅ صورت دا حق نه درکوي چي د دې سیمي د ولسونو په کالخوایي خبري وکړې. د اشرف غني په اوسني ټیم کي شیرخصي وزیردفاع اسد الله خالد یې هغه ښه سړی دی چي د جنسي بېلاري پرته بله د فهم وړ غټه قضیه نلري (که نه کوچني کوچني قتلونه ده هم ډیر کړي دي). د ده پرته د افغانستان د ۱۶ جنوبي ولایتونو دلال حنیف اتمر په اړه به څه ووایو چي تر نیمایي ډیر افغانستان یې د صلحي د ولایتونو په نامه د پاکستان لمني ته ورغورزاوه... ددې لپاره چي په کابل او شمال کي د پښتنو نفوذ راکم کړي. معصوم ستانکزی خو د عباس ستانکزي نیژدې خپل دی، داغه شرم یې بس دی. د کابل د اوسني نظام د نامشروعیت دلایل خو بیخي ډېر دي، یو دلیل یې دا هم دی چي یو باشرفه او باشخصیته انسان هم نه پکښي د سترګو کیږي.
 
ټول هغه د اولي درجې سپک پاسک لوچګان سره راټول سوي دي چي په ملي خیانت، درغلي، درواغو ویلو او وعده خلافي نه شرمیږي او هیڅ نوعه اخلاقي حدودو ته درناوی نلري او بې ثمره لګه درګه یې جوړه کړې ده، هغه په انګلیسي کي چي اصطلاح ورته کاریږي (running like a headless chicken). دا افلاطونان د افغانستان د اداره کولو تګلاري ترتیبوي، دې ته نه ګوري چي افغانان نور بیزاره دي د دې څخه چي دوئ هیواد ورته اداره کړي. اول خو د افغانانو رضایت لاسته راوړئ بیا یې د اداره کولو تهیوریاني جوړي کړئ. د واک په مرکزي نقطو کي دي په ځیږنتونونو، جنازو، فاتحو او مساجدو کي چاودني کیږي او ته خپل ټول مسئولیت پر دې تماموې چي دا پیښي پر یو چا ورتاوان کړې. د قرباني سوو خپلوان او نور افغانان ستا څخه دا توقع لري چي د دې پیښو مخنیوی وکړي او په خپلو امنیتي ځواکونو کي موجود د دې پیښو مسئول کسان (احمد و محمود) پیدا او په سزا ورسوې (د دباندي سړی خو د دې ډول عملیاتو توان نلري). انګریزانو د پاکستان پر ځمکه مستقیماً او د افغانستان پر ځمکه په نیابتي توګه تر ۱۰۰ کلونو زیات حکومت وکړ خو د ځایي اهل السنت والجماعت مسلمانانو په ټولنیز او مذهبي ژوند کي یې هیڅ مداخله ونه کړل، چپله دې چي د خپلو جاسوسو علماوو په مټ تفرقه پکښي خپره کړي.
 
دا چي اوس یو څو مردارخواره د نړیوالو مافیاوو بې دینه او بې کلتوره جاسوسان په راولپنډي او اسلام اباد کي او یو څو مردارخواره د نړیوالو مافیاوو بې دینه او بې کلتوره جاسوسان په کابل کي د امنیتي ځواکونو او استخباراتو په راس کي راغلي دي؛ په دواړو هیوادونو کي د اهل السنت والجماعت حنفي مسلمانانو پر کلیو، ښارونو او مسجدونو بریدونه کیږي. دا عادي خبره نه ده. په پاکستان او افغانستان کي اهل السنت والجماعت مسلمانان ستر قوت دي او که متحد او منسجم سي پرته له شکه دا د نامعلوم پلار سیاسي حرموني د سترګو په رپ کي د واکه ګوښه کولای سي. د کرونا ویروس په ډونډوره کی به تر کومه د سیمي د ولسونو ږغ ورک وساتل سي، آخر به دا ولسونه راپورته کیږي او خپل سرنوشت به په خپل لاس کي اخلي. دا اوس یوازي د افغانستان موضوع نه ده. په ټوله نړۍ کي یو حرکت راپورته سوی دی چي ولسونه غواړي چي په خپلو هیوادونو کي د نړیوالو مافیاوو اثر ورسوخ ته د پای ټکی کښیږدي (هدف مو هغه اوباشان نه دي چي د تور پوستو د ملاتړ په پلمه بلواوي او فسادونه کوي، دا کاذب حرکتونه اصلاً د همدې مضرو مافیاوو د پروتي لغتي دي). دا چي په نړۍ کي مصنوعي وباوي خپریږي یا په ښارونو کي د پټو لاسونو بلواوي او فسادونه خپریږي، د دې څرګندونه کوي چي په نړۍ کي ولس ته مسئولیت پزیره نظام پلویانو او نړیوالو مافیاوو تر منځ جګړه پیل سوې ده. دا جګړه به کله د هیوادونو په داخل کي د کورونا د خپراوي د دسیسې شکل اخلي او کله به د ملتونو د زړو پرهارونو د کولولو د لاري د نوو نفرتونو د ایجاد دلاري. کله به دا جګړه هغه مرحلې ته هم رسیږي چي د نړیوالو مافیاوو لاسپوڅي دولتونه به د ولس پروره واکمنانو د لیري کولو لپاره د هغوئ پر هیوادونو جګړې اعلانوي او کله به به هم د نړیوالو مافیاوو جاسوسو جنرالانو او ټیکنوکراټانو لخوا د هیواد په داخل کي ولس پروره وکمنانو پر ضد کودتاوي کیږي. دا چي سیاسیون کله په مرموزه توګه او کله هم په ظاهر د شخصي دښمني په قضیه کي تروریږي، ټول یې ویني. خو دا حقیقت به تل د لمر په څیر روښانه وي چي هر نجیب انسان و هر لوچک انسان ته ترخپلي خپلواکي او حق نه ورتیریږي، البته یو شمير بیرندوکي نجیب انسانان و لوچکو انسانانو ته تر خپلي خپلواکي او حق څخه ورتیریدو د لاري د لوچګي په وړاندي مقاومت کونکو نجیبو انسانانو صفونه ورکمزوري کوي او مقاومت کونکي نجیب انسانان به کله د سقراط په شان په خندا و خوشحالي د زهرو جام پر سر پورته کوي او کله به د ذکریا علیه سلام او یحیا علیه سلام په څیر د حق په ملاتړ اعدامیږي.
 
کله به د محشر شافع نبي ص په څېر په ډبرو ویشتل کیږي او کله به د امام اعظم صاحب رح او علامه سید جمال الدین افغان رح غوندي په زهرو وژل کیږي. د افغانستان غالب اکثریت نجیب انسانان ډارن نه دي. دوئ به د ګوتو په شمېر لوچکو انسانانو پر ضد قیام کوي ولو چي د دې هیواد لوچګان د هر څومره پیاوړي بهرني ځواک سرپرستي ولري. د کابل لوچګان او په ولایاتو و ولسوالیو کي  د دوئ لاسپوڅي به بالاخره د عمومي ولسي مقاومت سره مخ کیږي. حامد کرزی به تر یوه وخته د دوئ ټولو حماقتونه وزغمي، تر یو وخته به د دوئ پر مرداریو ایرې او خاوري ور چپه کړي (د دوئ د لحاظه نه بلکه د دوئ د بهرني مربیانو لپاره). آخر چي پوه سي چي موضوع نوره د ده تر عقل لوړه سوې ده؛ خپله یوه چپنه، یوه قراقلي، یوه میرمن او څو اولادونه به په ځان پسې کړي، ځني وځي به (مریض چي د ځان تداوي ته تیار نه وي، بیا چي هر څومره لایق ډاکټر، ادویه او طبي تجهیزات موجود وي؛ تداوي امکان نلري). هغه په جنوبي افغانستان کي پلرني جایدادونه لري، نوم لري او نښان لري، دا هر څه د احمق مفکر د حماقتونو او لوچک امرالله صالح تر لوچګي نه سي جارولای.  شاید امریکا او طالبان هم تر اخیرته پوري د کابل د بېسره و بې ښکره ادارې امادګي ته انتظار نه سي پاته. بالاخره به طالبان پر کابل باندي د پریکنده یرغل څخه وړاندي د امریکا او نورو نړیوالو ابرقدرتونو سره یو اوږدمهاله ستراتیجک تفاهم ته ځانونه رسولو هڅه کوي او هم به د افغانستان د قبایلي مافیاوو سره د راتلونکي نظام پر نوعیت او د واک پر وېش موافقې ته رسیږي او د افغانستان لپاره به د داسي سیاسي او اداري اصلاحاتو پیکیج اعلانوي چي د پښتنو تر څنګ  دولتي مامورینو، علمي، مسلکي او اکاډمیک طبقاتو ملاتړ هم خپل کړي څو د کابل د لاسه ورکولو وروسته د کابل لوچګان بیا شمالي ټلواله ورته جوړه نه کړي. هغه استخباراتي حلقات چي د طالبانو په صفوفو کي د بهرنیو استخباراتو، د کابل استخباراتو او ټلوالي لپاره فعالیتونه کوي، نن ورځي یې ټول تمرکز پر دې خبره دی چي د طالبانو د رهبري په نیابت په افغانستان باندي د یوه داسي سیاسي نظام مسلطولو خبره وکړي چي په هغه کي د علماوو په نامه یوه مشخصه ډله واکمن د امیر المومنین په نوم و ټاکي او امیر المومنین به دې ډلي ته یو شمېر امتیازات ټاکي. چون علماء پر خلګو نفوذ لري، خلګو ته به وایي چي حکومت هر څه کوي ښه کوي. هر څه چي پېښیږي د الله تعا لی ج داغه رضا ده. د الله ج په رضا راضي اوسه. بلي خوا ته به د کابل اداره د ډیموکراسي، بشري حقوقو او د ښځو حقوقو د ملاتړ شعارونه زمزمه کوي او په دې توګه به طالبانو او ولس تر منځ هم درزونه راولي او د طالبانو پر ضد به د غربي دولتونو څخه نوري پیسې، سیاسي او نظامي ملاتړ د جلبولو د لاري پر افغانستان د هغه د واک تمدید ته نور امکانات برابر کړي؛ او طالبان په شپاړسو جنوبي ولایتونو خطا باسي څو پښتون وژنه ادامه ولري.
 
په دې پلان کي څو نواقص سته چي دوئ شاید ورته متوجه وي لا نه وي. هغه تیر ځل چي د افغانستان او بهر څخه راغلو علماوو افغانانو ته ملا محمد عمر اخوند د امیر المومنین په نوم ورمعرفي کړ نو د افغانستان ساده پاده مسلمانانو د الله تعا لی ج د رضا لپاره ومانه او زړه د اخلاصه یې زکاتونه، جلبونه او مالیات ورکړل او د دین په نوم خطا وتل. الله تعالی ج په دې برخه کي بې تفاوته پاته نه سو، الله تعا لی ج یوه اوږدمهاله قحطي پر افغانستان باندي مسلطه کړل، بارانونه یې ودرول او افغانانو ته یې عملاً وښودل چي خدای پاک ج په خپل شریعت کي هیڅ چا ته د سوء استفادې اجازه نه ده ورکړې. اوس علماء په ولس کي هغه د پخوا په څیر اعتبار نلري چي خلګ په پټو سترګو هر څه ورسره مني. که داسي وای سندیافته او مسلکي دیني علماء تر طالبانو ډیر د کابل دې فاسدي ادارې سره ولاړ دي او په محبسونو کي د سیاسي بندیانو د بدراه کولو په هڅو بوخت دي (د دې خبري تر ټولو ډیر شاهدان د طالبانو په وسلوالو مجاهدینو کي سته) او بله خبره دا چي د کابل رژیم به په کوم مخ د ډیموکراسي څخه دفاع کوي. دا چي په تیرو ولسمشریزو ټولټاکنو کي په درزنونو ولسمشریزه کاندیدانو یې فقط یو نیم ملیون رایي راغونډي کړې نو نړیوالو ته دا حقیقت رسوا سو چي نړیوال قدرتونه چي په افغانستان کي د کومو عناصرو په ملاتړ بلیونونه ډالر مصرف کړل او په زرهاوو انسانان یې ووژل؛ هغوئ سر و بیخ تنها یو نیم ملیون افغانانو ملاتړ څخه برخمن دي؟؟؟؟ دا دومره ستر شرم دی... داسي پرې کړې پوزه ده.... چي که د کابل ټیکنوکراټان او د دوئ مربیان په پوه سي په یوه لپه اوبو کي د غرقیدلو د لاري باید ځانوژنه وکړي. دا حقیقت دا څرګندوي چي د افغانستان اوسنی نظام څومره انحصاري او څومره تنګبنسټه دی. دا یونیم ملیونه که په خپل منځ کي یوه ډله سي که سل ډلي سي، هغه یو نیم ملیونه اقلیت دي چي پر هیڅ ډګر د افغانانو استازیتوب حق نلري. دا خبره په خصوصي توګه اقلیتي ټوپکسالارانو ته متوجه ده. په خپل منځ کي د درواغو انشعاب وکړي، بیا د واکمن څخه هره ډله جلا ونډه غواړي. نور دا ډرامه ادامه نه سي لرلای. که دوئ د افغانانو څخه وپوښتي چي پارلیماني نظام غواړي او که مرکزي، د افغانانو جواب به داغه وي چي ستاسو په حضور کي یو نظام هم د وارې نه دی. افغانان نور خپل استفراغ په خپلو کلمو کي نه سي ساتلای. نړیوال باید افغانان پریږدي چي دا فاسده ماده د افغاسنتان د هاضمي سیسمټم څخه خارجه کړي. که رښتیا هم د افغانستان صلحه هدف وای نو پکار دا وه چي لمړی موقت حکومت د داسي کسانو څخه جوړ سوی وای چي هیڅ جنایتکار پکښي نه وای او د افغان ولس د ایډیولوجي، ډیموګرافي او کلتوري تنوع رېښتنې نمونه وای. دې موقت حکومت د افغانستان په نظامي او ملکي ادارو په مقرریو کي نژادي او سمتي توازن راوستلی وای او د متعصبه، جنایتکاره د کرایې قاتلینو اوباشانو څخه یې پاکي کړي وای. افغان ولس ته یې د بیان ازادي او سیاسي فعالیتونو خپلواکي ورکړې وای (اوس خو څوک ولاکه خپل حق غوښتلای سي، چي سبا ووژل سي دا تنظیمي وزارت داخله دوسیه لا نه ورته اچوي). پردیو استخباراتو، ټوپکي مافیاوو او قاچاقبرو ډلو سره تړلي چارواکي یې ګوښه کړي وای. بیا به یې د طالبانو سره د افغانستان د راتلونکي نظام پر څرنګوالي، د طالبانو ونډي او په نظام کي د دوئ د ادغام پر مسایلو بحث و یوې نتیجې ته رسیدلای سوای. طالبان که په کمیت کي ډیر دي خو اکثریت یې خاکساره او د دنیا د عیش و نوش څخه بیزاره خلګ دي. د هغوئ اکثریت د عامه خدماتي سیکتور سره علاقه لري او د خدمت هوډ هم لري.
 
دوئ د خپل حکومت په تیره دوره کي ځانونه ثابت کړي هم دي. د هیواد پر لویشت لویشت ځمکه یې څار ساتی او خلګ ځني په امن کي وه. دوئ باید پریږدو چي بیا جهادي مدرسې جوړي کړي او د همدې مدرسو فارغینو څخه د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه تشکیل سي. کندهار، هلمند، زابل، فراح، ارزګان، غزنی، پکتیا، پکتیکا او نوري پښتون میشتي سیمي تکړه تکړه ځوانان لري چي د ملي امنیتي ځواکونو د پیاوړیتا سبب ګرزیدلای سي. تر کومه ځایه چي د فیمینیزم موضوع ده نو په افغانستان کي د ښځو نفقه د دوئ پر پلرونو، زامنو، ورونو،میړونو، اکاګانو او ماماګانو باندي شرعاً او قانوناً فرض کړل سوې ده. هغوئ په ملي امنیتي ادارو کي کار ته اړتیا نلري. دا چي د افغانستان سوچه کلتور د نامحرمه نارینه او ښځينه جنس د اختلاط مانع دی نو لازمه ده چي د دولتي او خصوصي سیکټور هغه خدمات چي ښځو ته عرضه کیږي باید د ښځینه کارمندانو لخوا ورکړل سي. ښځي ته په حجاب او پرده کي د زده کړي او تعلیم حق په پښتني ټولنه کي ورکړل سوی دی او په هغه خدماتي سیکټور کي استخدام پراخ امکانات ورته برابریدلای سي چي تنها و ښځو ته خدمات عرضه کړي او مشري یې د ښځو په لاس کي وي. دا چي د یوې ادارې مشر یو فاسد او سیاسي استخباراتي ملاتړ لرونکی نارینه وي او د ده تر سرپرستي لاندي یوې ځواني ښځي ته د کار زمینه برابریږي نو دا د ښځي حق ورکول نه سول بلکه ښځي ته د جنسي سوء استفادې لومکه ودرول سول. دا دي نه وایي چي موږ ښځو ته د هغوئ حقوق ورکړل، بلکه دا دي وایي چي موږد ښځو حقوق پایمال کړل. دا چي د کابل واکمن رژیم د ځوانو ښځو د پراخ استخدام د لاري خپلو غربي مربیانو ته یوه لاسته راوړنه په ګوته کوي، اصلاً لاسته راوړنه نه ده بلکه د هغوئ لپاره د پېغور یو بل داغ دی چي یو خو د فاحشو د استخدام د لاري یې د افغانستان د مخه څخه فاسده اداره نوره هم فاسده کړل او بل یې د ښځو د کار مخالفو عناصرو ته د تبلیغاتو ښه پلمه برابره کړل چي ولسونو ته ووایي چي هغه ښځي چي د کورونو راوځي او په رسمي ادارو کي کارونه پیلوي دغسي بداخلاقه کیږي لکه دغه ښځي چي دي. دې ظریفي نقطې ته بیا د چا فهم ور اوړي چي په افغانستان کي د لمړي سره څخه په هډو درانه د امریکا او د هغه د ائتلاف سره دریدلي دي. بهرنیانو ته فقط نمایش کوي، اصلاً خپل شهواني اهداف پر مخ بیایي. په کابل او لویو ښارونو کي وزارت داخله، وزارت دفاع او ریاست امنیت ملي ادارې اوس د نایټکلبونو او فاحشه خانو نقشه ورکوي چي مخدرات، مسکرات او دخانیاتو تر څنګ ښځینه او بچګانه اسباب د عیاشي پرېمانه پکښي موندل کیږي.
 
دا د کابل واکمن رژیم یوه رسمي پالیسي ده چي د پارلیمان، سنا، ولایتي شوراوو او ولسوالي شوراوو وکیلان، ټوله وزیران، والیان او ولسوالان رسماً په خبر دي چي د سربازانو د علاقې د جذب په خاطر دوئ ته د زنا او لواطت پراخه ازادي باید ورکړل سي، ځکه چي بله کومه ورحیه او انګیزه سته نه چي وریې کړي. پیسې دوئ نلري چي په خوشخاله یې کړي. امریکا او ناټو د واک د لیږد پروسه په ډیره ښه توګه پیل کړل او لمړۍ مرحله یې ښه په کامیابي سر ته ورسیدل یعني د امریکایانو څخه د واک انتقال د امریکا تابع الو په شفتالو افغان واکمنانو ته. دې پروسې باید ادامه پیدا کړې وای او په دوهمه مرحله کي دا الو په شفتالو افغان واکمنانو په دولتي ادارو کي د شفافو مقرریو او شفافو ټولټاکنو د لاري د افغانانو ریښتني استازو ته واک سپارلی وای. په دې ډول به په افغانستان کي ډیموکراټیک ارزښتونه بیرته راژوندي سوي وای او ریښه به یې نیولې وای. اوس چي غالب اکثریت ولس طالبانو ته په هیله دي او د شمال صفحات هم د طالبانو تر سیوري لاندي دي. که طالبان د دیني مدارسو نصاب ته ساینسي مضامین د طبعي علومو په نوم وراضافه کړي څو د دیني مدارسو طالبان خدماتي سیکټور مشبوع کولو توانایي پیدا کړي، بیا په هیواد کي د طالبانو د واکمني لاندي د هیواد بیارغونه او پرمختګ د هیڅ چا په وړاندي سوالیه نښان نه پاته کیږي. امانیانو ډیر وخت درلود خو چپله خوبونو او ارمانونو یې بل څه ولس ته نه دي ور کړي. چي څوک خپله یو کار نه سي کولای نو بیا و نورو ته اجازه ورکړي. د کابل مفسدینو د افغان ولس پر سیاسي حقوقو خېټه اچولې ده، دا یې زړه غواړي چي افغانان د دوئ خېټه ورڅیري کړي او خپل سیاسي حقوق تر لاسه کړي. په روانو شرایطو کي خو طالبان د کابل محوره سیاسي ګوندونو د ماتولو او ولسي ملاتړ د جلب لپاره د اصلاحاتو پیکیج ته هم اړتیا نلري. افغانان په داغه خوشحاله دي چي د ناپوه مفکر او د هغه د وینه ځبېښونکي کابینې د دې ویس قرنیانو څخه نجات ورکړي.... څو په بیغمه زړه خپل مړي ښخ کړي، د خپلو مړو فاتحې واخلي، په مساجدو کي لمونځونو ته خلاص وي، ښځي یې ماشومان په بیغمه ماحول کي وزیږوي او په روغتونونو کي یې د مریضانو تداوي وسي، نه دا چي د کورونایي تلفاتو د زیاتولو لپاره په امپیسیلین پیچکاریو ووژل سي.
 
تر کومه پوري چي د اروپا په شمول د امریکا، برطانیې او سعودي عربستان خبره ده، د شانګهای تړون غړي هیوادونو سترګي د دوئ پر اقتصادي شهرګونو باندي ښخي دي. ویلادي میر پوټین روسان په اروپا کي د خپلي قلمرو او سیطرې پراختیا هڅوي. چین د جاپان، جنوبي کوریا او ټایوان کالونیو د غصبولو لپاره غاښونه تیره کوي او ها خوا ته د انډونیزیا، ملایشیا، نیوزیلینډ او اسټرالیا ته یې هم سترګي تخنیږي. داسي ګنګوسې سته چي چینایان د بوچ پوزي او تنګسترګي نژاد فاشیسټي مفکورې د خپرولو د لاري د نړۍ د نیولو لپاره د یاجوج او ماجوج په څیر یو حرکت رامنځته کول غواړي. د اروپایي ټولني رهبري د خپلو ملتونو د رښتنو استازو پر ځای د داسي نړیوالو مافیاوو د لاس بازیچه ده چي د هغوئ بزنس داغه دی چي د پراختیا ارمان لرونکو ابرقدرتونو څخه پټي استخباراتي پروژې واخلي څو په لاره کي یې پرتې ټولني بې ثباته کړي څو یرغل او اشغال لپاره اماده سي. او نن په رسوا ډول سره دا مافیاوي (چي په امریکا، برطانیه او اروپا کي هم فعاله څانګي او پیاوړي غړي لري) د شانګهای تړون ته د چوپړ په حال کي دي. د دوئ د سرمایې پراخو برخو د چین او روسیې په بانکونو کي تراکم کړی دی. په داسي شرایطو کي برطانیه، امریکا، سعودي عربستان او د دوئ همنوایان بله چاره نلري چي په افغانستان او پاکستان کي د نړیوالو مافیاوو قدرت ور ضعیفه کړي او هلته د شانګهای تړون غړو دولتونو د نفوذ مخه ونیسي. په افغانستان او پاکستان کي د شانګهای تړون د نفوذ د مخنیوي یوازینۍ لاره هلته د اکثریت محوره او اقلیت شموله ولسي نظامونو رامنځته کول دي چي د امنیتي ځواکونو په ټولو پوړونوکي یې اهل السنت والجماعت حنفي راسخ العقیده ځوانان پراخ حضور ولري څو د امریکا، برطانیې یا کوم بل هیواد د پشتیباني په نه موجودیت کي هم دلته د چین، ایران او روسیې د یرغل په مقابل کي قوي مقاومت موجود وي. دا خبره نور رمز نه ده پاته چي د دې دوو هیوادونو ټولي شیعه فرقې د ایران د استخباراتي او ایډیولوژیکي نفوذ لاندي شانګهای تړون ته وفاداره دي. په هند، برما، تایلینډ، بنګله دیش او نورو جنوبي اسیایي هیوادونو کي د شانګهای تړون د مخ په پراخیدونکي نفوذ په مقابل کي د مخنیوي روحیه نه تر سترګو کیږي. بلکه همکاري یې ورځ تر بلي ورسره زیاتیږي. نړۍ کرار کرار د ډیموکراسي پلوه بلاک او ډیکټاټوري پلوه بلاک تر منځ ستري جګړې ته د نیژدې کیدلو په درشل کي ده. د دې جګړې د مخنیوي یوازینۍ چاره دا ده چي په هرڅومره زیاتو هیوادونو کي ولس پلوه او ولس محوره حکومتونه واک ته رسولای سو وې رسوو، ځکه چي په نړۍ کي د ډیکتاټورو حکومتونو شمېر خورا ډېر سوی دی. دلته افغانان هم دا غواړي چي باثباته ولس محوره سیاسي نظام ولري، یوه مجهزه واقعي ملي اردو ولري او پر ځان بسیا اقتصاد ولري څو د خپل استقلال دفاع وکړای سي. د پاکستان ځایي ولسونه هم په خپل ټولنیز ژوند کي د آی ایس آی په شکل د ناقلو اقلیتونو د بې ځایه انحصار او مداخلې څخه تر پوزي راغلي دي. په نړۍ کي تقریباً اکثریت رسمي رسنۍ د ډیکټاټوري ظالمانه نظام د سوسالیزم په نامه د یوې مثبتي پدیدې په توګه معرفي کوي او ولسواکي یا دیموکراسي د کاپیټالیزم په نوم د یوې منفي پدیدې په توګه د نړۍ ولسونو ته ورپیژني. دا چي د شانګهای تړون هیوادونو هغه منفي پالیسي چي د اهل النست و الجماعت مسلمانانو پر ضد څرګنده سوې ده، دا ائتلاف یې د افغانانو او پاکستانیانو لپاره یو ناخوښه بلاک ګرزولی دی (که څه هم چي د پاکستان او افغانستان موجود واکمنان ورځ تر بلي د شانګهای تړون سره د خپلو اړیکو د پراخلو په حال کي دي) چي دا د امریکا او د هغه د متحدینو لپاره یو ښه فرصت دی. د جګړیزي ستراتیژي یو عادي مسلکي هم په دې خبره پوهیدای سي چي د جګړې په صورت کي به د چین زور دې خوا ته وي چي د شرق او غرب تر منځ پراته بحر کي جګړه پیل کړي ځکه چي یو خو د اوبو جګړه نسبت د ځمکي جګړې ته اقتصادي ورته تمامیږي. بل ښارونه به یې د جګړې ډګر ته نیژدې والي له کبله ښه اکمالات وکولای سي او دریم دا چي د جنوبي کوریا، ټایوان، جاپان او نورو اقتصاد تولیدونکو ودانو کالونیو نیولو سره به لا هم پیاوړی سي. هلته چین کولای سي چي امریکا او برطانیې ته تاریخي ماته ورکړي. یوازینۍ لاره چي چین ته ماته ورکول کیدای سي، هغه د کاشغر او اړونده سیمو ته د چین په رایستلو کي دی چي د چین د مرکزي سترو ښاورونو څخه لیري پرتې دي.
 
که د ایغور ولس د خپلواکي غوښتني حرکت په موجودیت کي د چین سره مستقیمه منظمه جګړه وسي نو یو خو چین ته جګړه ګرانبیه تمامیږي، بل د کاشغر سیمي په بریالیتوب سره بیلیدل به دا ثابت کړي چي چین یو تجزیه ناپزیره هیواد نه دی. د چین نفوس او نفوذ ته په کتلو سره د دې هیواد د تجزیې طبعي اړتیا تر سترګو کیږي. که چیري د چین په غرب کي پراته اهل السنت والجماعت مسلمان نفوس لرونکي ولسونه د ملي او دیموکراټیک سیاسي نظام د لاري تقویه سي نو د چین دا زړه ورتیا به دبینه یوسي چي د شرق او غرب په بحر کي د کومي ستري جنګي پانګوني جرائت وکړي. اوس چي چین د امریکا په وړاندي، ایران د سعودي عربستان په وړاندي او روس د اروپا په وړاندي غورزی کوي علت یې دا دی چي په مرکزي اسیا کي د سیاسي اقتدار تشه موجوده ده. دا درې هیوادونه سم د لاسه مصارف کوي چي دا تشه نوره هم پراخه سي څو د کوم غیر مترقبه سردردی د دې سیمو څخه ورته پېښ نه سي. امریکا او برطانیه که په افغانستان کي نور هیڅ مثبت ګام نه سي پورته کولای، دا خو دي وکړي چي پر افغانستان باندي خپل مصارف بند کړي. دوئ باید خپلي پیسې د ځانه سره وساتي چي د یوې سختي جګړې سره مخامخ کیدونکي دي، په افغانستان کي دوئ په جګړه نه بلکه په اصراف بوخت دي.  شاید امریکا، برطانیه، سعودي او نور هغه دولتونه چي پر تودو اوبو برلاسي لري د پاکستان او افغانستان د لاري د شانګهای تړون لخوا متوجه ګواښ احساس کړي او د دفعي لپاره یې بند تړلو ته اماده سي بیا به نو په داسي شرایطو کي چي غني خپله ټوله کابینه یې د شانګهای تړون دولتونو د استخباراتو جاسوسانو څخه تشکیل کړې ده او د امریکا سره یې سپکه لوچګي هم را اخیستې ده؛ امکان سته چي دی د ډاکټر نجیب احمدزي د سرنوشت سره مخامخ سي او کابل یو ځل بیا د تاجکو، اوزبکو او هزاره ټوپکسالارانو لاس ته ولویږي او یوه بله داخلي جګړه پیل سي. افغانان شاید ونه توانیږي چي د افغانستان اوسنی دولتي نظام د سقوط څخه وژغوري خو د دې فاسد نظام د عوضي نظام په اړه توافق نظر ته رسیدلو سره کولای سي چي په اوږد مهال کي د هغه وروسته جوړیدونکي پښتون محوره او اقلیت شموله نظام په رامنځته کولو کي بریالی سي او خپله اینده روښانه کړي...... دا ډېره مهمه ده چي د حکومتي نظام لپاره دا شعار غوره کړو چي د ژوند په هر اړخ کي، پښتون محوره او اقلیت شموله نظام غواړو! موږ باید عملاً دا ثابته کړو چي افغانستان نور هغه افغانستان نه دی چي په مرکز کي به په پټه خوله انقلاب راتلی، او بیا به په پټه خوله اطرافو ته خپریدی. موږ باید دا نړۍ ته ثابته کړو چي په معاصر افغانستان کي انقلاب په اطرافو کي رامنځ ته کیږي او بیا د هر طرفه څخه مرکز په خپله غیږه کي نیسي. کټ مټ داسي لکه د اوبو د سطحي په لوړېدو سره چي د هغه په منځ کي پرته جزیره ډوبیږي.