روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، د ولسمشر سلاکار وحيد عمر نن ورځ کابل کې يوې خبري ناسته کې ويلي دي چې طالبانو سره د سولې بين الافغاني خبرو کې افغان حکومت په يوې برنامې او پلان سره خبرې پيلوي.
عمر ويلي چې د حکومت دننه طالبانو سره د مخامخ خبرو برخه کې اجماع شتون لري او د سولې مرکچي پلاوی به په يو غږ او يوې برنامې سره طالبانو سره خبرې پيل کړي.
عمر دا هم ويلي دي چې افغان حکومت له خپل لوري ټول هغه خنډونه چې د سولې خبرو لپاره خنډ وو، لېرې کړي دي او بين الافغاني خبرو ته چمتوالی لري.
ټاکل شوې وه چې د ۴۰۰ طالب بنديانو له خلاصون درې ورځې وروسته د سولې مخامخ خبرې پيل شي، خو تر اوسه نه طالب بنديان خوشي شوي دي او نه هم د افغان حکومت پلاوی دوحې ته تللی.
وروستي