
روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، ټايمز نيوز رسنۍ د امريکايي چارواکو د مالوماتو پر اساس لېکلي دي، چې د طالبانو مالي ملاتړ کوونکی بشير نورزی متحدو ايالتو کې بندي دي؛ طالبانو يې د خلاصون غوښتنه کوي خو امريکا يې د خلاصون سره مخالفت ښيي.
ټايمز نيوز د امريکايي مقاوماتو له مالوتو لېکلي، چې بشير نورزي د نشه توکو په قاچاق کې پراخه لاس لري او د طالبانو ستر مالي ملاتړ کوونکی شمېرل کيږي.
بشير نورزی په ۲۰۰۵ ز کال کې د طالبانو له خوا امريکا ته له امريکايي چارواکو سره د خبرو په پار لاړ چې هلته ونېول شو او تر اوسه په بند کې دی.
د ټايمز نيوز د راپور پر اساس، د افغان روغې جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د بشير نورزي د خوشي کېدو ملاتړ کوي.
افغان حکومت د بشير نورزي د خلاصون او نه خلاصون په اړه څه نه دي ويلي، خو د يو شمېر افغاني رسنيو مالومات ښيي چې طالبانو هم له امريکا غوښتي دي چې بشير نورزی دې له بند ازاد کړي.