روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو غوښتي دي چې تاوتريخوالی کم کړی او ژر له افغان حکومت سره د سولې بين الافغاني خبرې شروع کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ کندهار کې د شوې چاودنې د غندولو په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، چې طالبان دې تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره دې د ولس، حکومت او سولې مشورتي لویې جرګې غږ ته لبیک ووایي.
د خبرپاڼې يوې بلې برخه کې د سړک غاړې ماينونه په اړه ويل شوي دي، "طالبان دې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د مخامخ مذاکراتو د پیلېدو او سولې په درشل کې له تاوتریخوالي په ځانګړي ډول په لویو لارو کې د ماینونو اېښودلو څخه چې د ملکي تلفاتو عمده لامل کېږي، ډډه وکړي."
که څه هم افغان حکومت او طالبان د بين الافغاني خبرو پيل ته سره نېږدې شوې دي، خو په دې وروستيو کې تاوتريخوالی هم ډېر شوی دی، چې دواړه غاړې يې پړه پر يو او بل اچوي.
وروستي