روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، د جنبش ګوند مشر او د ولسمشر پخوانی لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم چې تازه ورته افغان حکومت مارشالي هم ورکړې ده په يو غېر رسمي سفر ترکيې ته تللی دی.
دوستم ته نېږدې کسانو ويلي دي چې نوموړي ترکيې ته د خپل سفر پر مهال د ترکيې له بهرنيو چارو وزير سره هم لېدنه کړې ده.
عبدالرشيد دوستم د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني د سياسي هوکړې په پايله کې د مارشالۍ رتبې ته ورسېد، چې نېږدې يوه مياشت وړاندې شمالي جوزجان ولايت کې د عبدالله عبدالله له خوا ورکړل شوه.
وروستي