د پاکستان ولسمشر: افغانستان راته ارزښت لري 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، د پاکستان ولسمشر عارف علوي ويلي، چې له ګاونډي افغانستان سره دوه اړخيزې اړيکې ورته د اهميت او ارزښت وړ دي. 

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ اسلام اباد کې د پاکستان سفير عاطف مشعل سره د خدای په امانۍ په مراسمو کې کړې دي. 

عارف علوي ژمنه کړې ده چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخه وساتي او دوه اړخيزو اړيکو ته ژمنتيا لري. 

عاطف مشعل پاکستان لپاره افغان سفير وو چې تازه يې ماموريت پای ته رسېدلی دی.