روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وايي چې ايران اوس هم په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي او پوځي مرستې ورسره کوي.
مايک پمپيو له ازادۍ راډيو سره په مرکې کې ويلي دي، "تر هغو چې دوی په افغانستان کې خپل ځواکونه لري، تر همغه وخته به د خپلو ځواکونو د خوندیتوب هڅو ته دوام ورکوي."
نوموړي زياته کړې، "موږ په ډاګه کړې، موږ په تاریخ پوهېږو، موږ پوهېږو چې پخوا روسیې طالبان تجهیزول، موږ پوهېږو چې ایران نن ورځې پورې هم د طالبانو سمبالولو ته دوام ورکړی، ځکه موږ پر دې واقعیتونو پوهېږو، موږ هر یوه ته خپل نیتونه څرګند کړي، موږ به د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب او دفاع لپاره هر هغه څه وکړو چې اړتیا ورته لرو، د دې کار لپاره موږ ته د غوڅ ملاتړ مأموریت د هر سرتېري خوندیتوب مهم دی، هغه که د چک جمهوریت سرتېری وي یا د بل کوم هېواد."
له مايک پيميو وړاندې افغان حکومت هم پخوا ويلي وو چې ايران افغانستان کې له طالبانو ملاتړ کوي، خو طالبانو په وار وار د ايران په شمول د نورو بهرنيو هېوادونو څخه د ملاتړ خبرې رد کړې دي.
وروستي